درېيم درس : د My Computer پر Properties ديوې مالوماتي تڼۍ اضافه کول .
ددې لپاره :
۱)نوټ پد (Notepad) پروګرام راخلاص کړئ .
۲) لاندي متن پکي ټايپ کړئ .
[General]
Manufacturer= Your Name Here
Model=Pentium Four
[Support Information]
Line1= 1st Line of Information
Line2= 2nd Line of Information
Line3= 3rd Line of Information
دپورتني متن توضيحات :
تر[General] لاندي دوې کرښي (Manufacturer) او (Model) د کمپیوټر و مشخصاتو ته اضافه کيږي، دبېلګي په توګه که تاسو د Model مخي ته پينټيوم فور ولیکئ، هغه به دمای کمپيوټر و پراپرټيز ته اضافه سي .
د [Support Information] کمانډ به يوه نوې تڼۍ په همدې نامه د کمپیوټر پر پراپرټيز اضافه کړي، او دهغه کليکولو سره به تاسو ته يوه کوچنۍ کړکۍ پرانيزي چي هوري بیا تاسو کولای سئ خپل مالومات ووينئ .
۳) کله چي مو پورتنی متن ټايپ کړ، دکمپیوټر په لاندي ورکړل سوي ادرس کي خوندي کړئ .
C:\Windows\System32
دفايل نوم بايد (oeminfo.ini) وي .
۴)اوس خپل دکار نتيجه د Winkey+Pause/Break تڼيو په کښېکاږلو سره ووينئ .
د Support Information په نامه تڼۍ اضافه سوې ده .
د Support Information تڼۍ دکښېکاږلو وروسته دغه کړکۍ راښکاره کيږي.