فتو ی نمبر(۱۵۴)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : رحيم الله ترين / پاکستان / لاهور .
وعاليقدر محترم علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې مسئول ګران ورور خالد هادي حيدري ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، له علامه صاحب څخه مو پوښتنه داده چي اوس ډیر خلګ په قرآنکريم کښی فال ګوري او له دې لاري استخاره کوي نو ددې حکم شرعا څنګه دئ ؟ والسلام
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه وروره ! د قرآنکريم څخه فال اخستل بايد نه وسي ؛ ځکه چي پدې خبره کښي د علماوو اختلاف دئ : ځينو مکروه بللئ دئ او ځينو بيا جواز ورکړئ دئ (منسک ابن العجمي) .
أبوبکر طرطوشي (له متأخرينو علماوو څخه د مالکيينو) پدې سره تصريح کړېده چي په قرآنکريم سره فال کتل حرام دئ .
دارنګه محقق علامه آلوسي (رحمه الله) ويلي دي چي له قرآنکريم څخه د استخارې په اړه يو معتمد شئ نسته چي ددې اثبات دي وکړي ، او ځما خوښه داده چي له قرآنکريم څخه باید فال ونه کتل سي ، دارنګه الله او د هغه درسول په راښودل سوي استخارې سره چي په صحيح حديث سره ثابته ده موږ له دې څخه بې پرواه او غير محتاج ګرځولي يو چي له قرآنکريم څخه استخاره او فال وګورو ( روح المعاني : ج۶ ص ۵۹) .
داخودعلماؤتحقیق دي زماپه فکرویوه صالح اوعالم شخص ته په قرآن کريم فال اچول بایدجائزسي ـ
والسلام ومن الله التوفیق