په حرامو او نجسو شیانو سر ه علاج کول څنګه دي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44234

دخبریدو نیټه : 2011-05-19

فتو ی نمبر(۱۵۸)

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . 

مستفتي :  صفي الله ذهين / پکتيا ـ
عالي اوسترشخصيت علامه ابوالفضل صاحب زماسلامونه ومنئ
محترم مفتي ابوالفضل صاحب ! ايا په اسلام کي په حرامونجسو شیانوسره علاج کول روادئ او که يا؟ که په دې باره کي مفصل بيان راته وکړئ نودا به ستاسونه هېرونکئ احسان وي ،

الجواب وهوالموفق للصواب 
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین

محترمه په دې باره کي دفقهاوواختلاف دئ :
(۱)د امام مالک اوامام احمد بن حنبل په نزد په حرامو اومردارو شیانو علاج کول مطلقا ناروادئ ـ  المغني لابن القدامة ، کتاب الاطعمة ،۱۱ / ۸۳ ، والشرح الکبير : ۱۱ ، ۱۰۸ ، والتاج الاکليل : ۳ / ۲۳۳ ـ
(۲) دامام شافعي په نزد په حراموشيانوعلاج صحيح اوروا دئ  خوپه دې شرط چي هغه شي نشه ونلري ، امام نووي شافعي فرمایلي دي : مذهبناجواز التداوي بجميع النجاسات ، سوي المسکر ـ        المجموع شرح المهذب : ۹ ، ۹۲ ـ
(۳) داحنافو په دې باره کي درې قوله راغلي دي ، دامام اعظم ابوحنيفه په نزد هم په حرامو علاج کول  ناروادئ ـ المبسوط للسرخسي ، کتاب الطهارة ، باب الوضوء والغسل : ۱ / ۵۴ ـ
 دامام ابويوسف په نزد په حراموشیانو علاج کول مطقاجائز دئ ـ البحرالرائق : ۱ / ۱۱۵ ـ
اودنورومشايخوپه نزد په حرام سره هغه وخت علاج روادئ چي يوپوه طبيب  دهغه دپاره بله دوا پيدانکړي ـ البحرالرائق : ۱ / ۱۱۶ ، وبذل المجهود : ۱۶ /  ۱۹۹  ـ
او دحنفيانو اکثرو مشايخو پردرې يم قول باندي فتوي ورکړېده ـ

هغه علماء چي په حراموشیانوعلاج کول ناروابولي هغه په لاندي حديثونو استدلال کوي :
1. امام ابوداود رحمه الله تعالي په کتاب الطب کي له حضرت ابودرداء څخه رضي الله تعالي څخه نقل کړيدي : « قال رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم : ان الله أنزل الداء ، والدواء ، وجعل لکل داء دواء ،  ولاتداووابحرام » ابوداود في کتاب الطب ، باب في الادوية المکروهة : ۴ / ۶ ( رقم الحديث : ۳۸۷۴) ـ
2. امام ابوداود په سنن ابوداود کي يودوهم روايت هم ذکرکړئ دئ  « ان طبيباسأل النبي صلي الله تعالي عليه وسلم عن ضفدع يجعلها في دواء فنهاه النبي صلي الله تعالي عليه وسلم عن  قتلها » ـ دلته نبي اکرم عليه الصلاة والسلام  دچنګښي قتل اوددې په دواکي اچولو څخه منعه کړېده ځکه چنګښه نجسه ده ـ ابوداود في کتاب الطب ، باب في الادوية المکروهة : ۴ / ۶ ( رقم الحديث : ۳۸۷۲)    
3. ده سنن ابوداوداوابن ماجه اوسنن دارمي  په يوه روايت کي راغلي دي چي يوسړي  له نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم څخه دشرابو په باره کی پوښتنه وکړه ، نونبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم له هغه څخه منعه وکړه ، هغه سړي ورته وويل چي : « يانبي الله ، انهادواء » ـ نونبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم ورته وفرمايل « لا ، ولکنها داء » ـ  ابوداود في کتاب الطب ، باب في الادوية المکروهة : ۴ / ۶ ( رقم الحديث : ۳۸۷۳) ـ  
4.  امام طحاوي يو روايت نقل کړئ دئ اوامام بخاري هم هغه روايت په کتاب الاشربة کي تعليقاً نقل کړئ دئ  ـ چي الفاظ يې  دادي : « ان الله لم يجعل شفاءکم فيماحرم عليکم » ـ اخرجه الطحاوي في  رحمه الله تعالي في کتاب الطهارة ، باب حکم  بول مایؤکل لحمه : ۱ / ۸۳ ـ
5.  امام هيثمي   په موارد الظمآن کي له ام سلمه څخه روايت کړئ دئ چي رسول اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم  ودې ته وفرمايل « ان الله لم يجعل شفاءکم في حرام » ـ اخرجه الهيثمي في موارد الظمآن ، کتاب الطب ، باب التداوي بالحرام : ۳۳۹ ( رقم االحديث : ۱۳۹۷) ـ
 مګر هغه علماء چي په حرامو شیانو علاج کول روابولي هغه داحديثونه داختيار پرحال باندي حمل کوي ، يعني چي ديو ناجوړه او مريض دپاره بله دوا هم وي  خودي په خپل اختيار سره نجسه دوا کارکړي نوپه دغه صورت کي دادوا خوړل ناروا دی  ، خوکه چيري بله دوا نه وه نوبياپه حراموشیانوعلاج کول روادئ  « لان الضرورة تبيح المحظورة » ـ عمدة القاري : ۱ / ۲۹۰ ، وفيض الباري : ۱ / ۳۲۹ ، وبذل المجهود : ۱۶ / ۱۹۹ ، ومعارف السنن : ۱ / ۲۷۸ ، واماني الاحبار : ۲ / ۱۱۵ ـ
والسلام ومن الله التوفیق ـ