کومه خورکه ډېرفضېلت لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44235
دارالافتاء ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-05-19

 فتوي نمبر (۱۵۹)

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . 

مستفتیه ،حبیبه ،کندهار
ولوړ  حضورته دجناب محترم علامه ابوالفضل صاحب اودبېنوا باني  اوکارکونکوته السلام عليکم
زما پوښتنه داده چي موږ اورېدلي دي چي دښوروا بهتري پرنوروخورکوباندي داسي ده لکه بهتري دعائشې رضي الله تعالي عنها پر نورو ښځوباندي ، ايا دا خبره رښتيا ده اوکه نه ؟

الجواب وهوالموفق للصواب :  
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 

 هومحترمې  داخبره صحيحه ده او دصحيح البخاري په  حديث کي راغلې ده ، دحديث  توري دادي :
 « 5418 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا غُنْدَرٌ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ عَمْرِو بْنِ مُرَّةَ الْجَمَلِيِّ عَنْ مُرَّةَ الْهَمْدَانِيِّ عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ كَمَلَ مِنْ الرِّجَالِ كَثِيرٌ وَلَمْ يَكْمُلْ مِنْ النِّسَاءِ إِلَّا مَرْيَمُ بِنْتُ عِمْرَانَ وَآسِيَةُ امْرَأَةُ فِرْعَوْنَ وَفَضْلُ عَائِشَةَ عَلَى النِّسَاءِ كَفَضْلِ الثَّرِيدِ عَلَى سَائِرِ الطَّعَامِ » ـ
 یعني نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي په نارینه ؤکي ډېرخلګ و کمال ته رسیدلي دي اونه دي کاملي سوئې له ښځوڅخه مګرمریمه دعمران لوراوآسیه دفرعون ښځه اوبهتري اوفضېلت دعائشې پرنوروښځوباندي دونه دئ  لکه بهتري دښوروادډوډۍ پونوروخورکوباندي ـ والسلام ومن الله التوفیق