ابو الفضل د خوبو تعبير هم ښه کوي :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44252
دارالافتآء أبوالفصل .
دخبریدو نیټه : 2011-05-20

 فتو ی نمبر(۱۶۱)


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي  :   محمد رفیق خان کنړ افغانستان 

 

داسلام ستر علمي شخصیت  علامه  ابو الفضل صاحب اور د بینوا کارکونکو تھ سلام وړاندي کوم۔
ما یوہ بلھ پښتنھ دي علامھ صاحب نھ دہ چي آیا تاسو د خوب تعبیر ھم ورکوي اوکھ یا؟
وسلام
محمد رفیق خان کنړ افغانستان 

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
محترمه ! د خوبو د أهميت په باره کښي موږ خورا مفصل بيانونه د انترنيت له لاري و مسلمانانو ته تقديم کړيدي ، د اسلام پيغمبر د خوب په باره کښي چي به هر سهار له أصحابو سره کښينستي  نو له دوۍ څخه بې پوښتنه کوله چي هر چا چی خوب ليدلئ وي نو راته ودې وايي  .  دارنګه په يوه حديث کښي رسول ص فرمايلي دی چی د نبوت سلسله خو ختمه سوه مګر مُبشرات پاته دي ، يعني د خوشحالۍ خوبونه چي د نبوت شپږشپيتمه حصه بلل سويدي پاته دي چي د قيامت تر ورځي پوري به دا سلسسه جاري وي چي الله پاک به د خوبو له لاري انسانان د يو کار په ښوالي يا بدوالي مثلا خبروي  .
په يوه بل حديث کښي چي امام سيوطي يې په جامع الصغير کښي روايت کړئ دئ راغلي دي چي په اخيره زمانه کښي به  د مسلمان مؤمن أکثر خوبونه رشتيا وي  ، مناوي په شرح کښي ددغه حديث ذکر کړيدي چي په اخيره زمانه کښي به ځکه د مؤمن خوبونه رشتيا وي چي حق او باطل به سره ګډ وډ سي ، واکثرو مؤمنانو ته به دا نه معلوميږي چي کوم حق او کوم باطل دئ ؟ نو الله پاک به د خوب له لاري  مؤمنان پدې باندي پوه کوي چي دا لار حقه او دا باطله ده او دا سړئ حق او دا باطل دئ ، دا عالم حق او دا عالمِ سوء او باطل دئ .
او شريعت پدې باره کښي هم حدبندي کړېده چي کوم خوب بايد وويل سي او کوم خوب بايد ونه ويل سي ؟ او چي ويل کيږي نو وڅنګه چا ته بايد وويل سي ؟ 

تا پوښتنه کړېده  چي آیا تاسو د خوب تعبیر ھم ورکوي اوکھ یا؟  نو ددې پوښتني په جواب کښي اول ځما دغه شعر وګوره  ! :
کار به خود کوم د فضل           ځکه يمه أبوالفضل          بوله ما د الله فضل     خالص خمر يم مختوم يم
محترمه الحمدلله زه د خوبو تعبير کوم او پدې باره کښي الله پاک يوه اندازه ښه بصارت راکړئ دئ ، خو په خوبو کښي ځيني شيطاني او أضغاث الاحلام خوبونه دي چي هغه تعبير نلري او ددا ډول  خوبو د ليدلو اسلامي شريعت ځانته لاره بيان کړېده  .
والسلام