دحاجت اودمشکل دحل شرعي چاره ـ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44281
دارالافتاء ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2011-05-22

 فتو ی نمبر (۱۶۵ )
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . 
مستفتي : نواب شاه /  کندهار ـ

ومشفق اومخلص عالم مولانا ابوالفضل صاحب  ته !  السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ـ

خداي دي وکړي چه روغ اوجوړ یاست: خدای پاک دی ددی ستر خدمت په مقابل کی هم په همدی دنیا او هم په اخرت کی اجردرپه نسيب کړی

محترمه:

که چيری یوڅوک دخدای جل جلاله ددربار څخه دیوه روا حاجت غوښتنه کوی نو ددی رواحاجت دغوښتنی لپاره که یوه مجربه نسخه راته وښيی

په درنښت

الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .
دهغه دقدم خاوره لاخورده ده ـــ چي په علم عمل وکړي بياقائل وي
هرقدم په رهبري دعلم اخله ـــ ابوالفضله که دي خداۍ ته زړه مائل وي ـ
---
حق ويل خو به خود کاندي ابوالفضل ـــ داسي نه ده چي ويل بې دعناد وي ـ
---
کاربه خود کوم دفضل ځکه  يمه ابوالفضل ـــ بوله مادالله فضل خالص خمريم مختوم يم ]


    محترمه وروره ته په شباروز کي يوټيم په ښه توجه اوحضور سره اوپه ښه عاجزي سره سل واره درود شريف هرقسم اسانه درود شريف چي دي زده وي وايه بياپنځه سوه واره « لاحول ولاقوة الابالله » له دې وروسته بيا سل واره درود شريف وايه اوبيادزړه په حضور اوعاجزي سره هر حاجت چي لرې دهغه په باره کي دعا کوه ، خوتردغه وظيفې له مخه دوه رکعته دحاجت لمونځ کوه ، دحاجت لمونځ کټ مټ داسي لمونځ دۍ لکه دوه رکعته نفل چي کوې خوصرف نيت يې په دې ډول تړل کيږي چي : نيت مي کړيدۍ دزړه داخلاصه دوه رکعته لمونځ کوم صلاة حاجت خاص خداۍ پاک لره مخ مي دۍ وطرف ته دکعبې شريفي الله اکبر ـ
کچيري دغه کار دماخستن له لمانځه وروسته په خالي اوفارغ ځاۍ کي اويا دتهجد پر مهال باندي وکړ سي نو بيابه لاډېر مؤثر وي ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ