په ږيره کوچنۍ کونکي امام پسي د لمانځه حُکم :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44292
دارالافتآء أبوالغضل .
دخبریدو نیټه : 2011-05-22

فتو ی نمبر(۱۶۷ )


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي  : جان اغا  .


دهغه دقدم خاوره لاخورده ده            چي په علم عمل وکړي بياقائل وي
       هرقدم په رهبري دعلم اخله             ابوالفضله که دي خداۍ ته زړه مائل وي ـ

 

 

جواب یا انکار
محترم مفتی صا حب اسلام علیکم هیله ده چی جوړ او روغ به یاست
زما يو خوا هش دی له تا سو څخه چی دا دوی هفتی کیږی چی ما پوښتنی در څخه کړی دی خو متا سفا نه جوا بو نه یی نه معلو میږی او زما ملګرو له ما وروسته درلیږلی دی خو جواب شویدی نه پو هیږم چی زما څه ګناه ده که مو زما څخه بد را ځی هم را ته ووایاست نه بی د ر لیږم
لکه چی وایی     ګوشت ګران صبر ارزان
یقین وکه چی ما هغه یوه پوښتنه در څخه کړی وه چی په داسی امام پسی لمونځ کیږی چی په
لوڅ سر ګرځی خو یوا زی ده لمانځه پر وخت خو لی یا رخچینه پر سر کوی او ږیره هم په بیا تی کو چینی کوی زه ده هغه وخته څخه لمونځ پسی کو م خو شکمن یم نو که تا سو محترم صرف دغه را ته لیکلی وای چی هو  یا نه بس زما پوښتنه حل وه
هیله ده چی ما ته یا دا جواب را کړی چی بیخی یی مه رالیږه او یا یی را ولیږه زړه می ډیر درد وکی او ډیر ما یو سه سوم نو می ځکه دغسی ولیکی

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
محترمه ! اول ستا د شکايت جواب درکوم : کوم جوابونه چي موږ ستاسي د سوالو کوو تاسي ته به يو معمولي کار معلومیږي او دا په حقيقت کښي د زړه په وينو سره کيږي ، تاسي په خپلو ځانو کښي فکر وکړۍ ، حتی په ملايانو او پيرانو کښي چي دوۍ په شباروز کښي ددين دپاره څونه کار کوي او د دنيا دپاره څونه ؟ او کوم کار چي ددین دپاره کوي هغه وګورۍ چي د هغه په بدل کښي معاوضې تر لاسه کوي او که يا ؟
زه له سهاره تر ماښامه سره له خپل اولاده د اسلام او مسلمانانو پدغه کار کښي مصروف يم ، نه هغه څوک پيژنم چي له ما څخه پوښتنه کوي او نه يې ځائ رامعلوم دئ ، او نه پدې کار کښي کومي مُعاوضې ماته مقرري دي ، صرف د الله تعالی د رَحمت او رضا په وجه او د اسلام او مسلمانانو د خدمت پخاطر پدغه کار کښي مشغول يم  .
کومي پوښتني چي ماته راځي په هغوۍ کښي د هغو پوښتنو و جوابو ته زه حق د اوليت ورکوم چي هغه ډيري مهمي او د مسلمانانو په ګټه وي ، زه د ملنګۍ طبيعت هم لرم ، په کرامتي ډول پدې هم پوهيږم چي دغه فلانۍ پوښتنه له يو خاص چا سره د ضديت په وجه سوېده نو د هغې پوښتني له جواب څخه زه تر ډيره حده کرکه کوم  .

په تاسي کښي خو زه له هيچا سره تعلق نلرم چي تاسي دا فکر وکړۍ چي د فلاني جواب يې ورکړ او ځما دا نه ، نو لکه چي له ما څخه يې ښه نه راځي  ، له تاسي څخه خواهش کوم چي تاسي دا ډول پوښتني بايد راليږۍ چي په هغو کښي تاسي ذاتيت نه وي کار کړئ او هغه مهمي او ګټوري پوښتني وي چي د هغو له زده کړي څخه تاسي ته په دنيا او آخرت کښي نفع رسيږي  ، ډيري داسي پوښتني راځي چي د هغو جواب که سړئ زده کړي او کې نکړي ايزده په دین کښي ضرورت نه ورته لري  ، او ځيني پوښتني دداسي چا له لوري راسي چي هغه له بې دینه او بې مذهبه خلقو سره تعلق لري او دا يې مقصد وي چي ځما له جواب څخه و دوۍ ته يو قسم د ضلالت ، بدعت او د څلورو مذهبو خلاف خبرو ته زمینه برابره سي  .

ستا د پوښتني جواب  :
يوڅوک چي ږيره پداسي حال کښي پرې کوي چي تر قبضه تيره نه وي نو دغه سړئ د شريعت په حُکم فاسق دئ ، ځموږ په مذهب (بنا پر صحيح قول باندي) لمونځ پده پسي مکروه تحریمي دئ  .

د امام مالک (رحمه الله) مذهب دارنګه په یوه روايت کښي د امام أحمد قول دادئ چي په فاسق سړي پسي لمونځ قطعًا صحت نلري ، که يو څوک پداسي چا پسي لمونځ وکړي نو بيرته راګرځول د لمانځه باندي فرض دي   .

هغه څوک چي ږيره تر يوې قبضې (موټ) لنډوي نو دا کار دده تر نورو کبيروګناوو ډيره غټه لويه ګناه ده ؛ ځکه چي پدې سره خو یو دَئ مُرتکب د کبيرې ګناه سو او بل دغه ګناه په علانيه (ښکاره) سره کوي چي پدې کښي د اسلام ددين ښکاره توهین دئ ، او له  خدائ او  رسول څخه د بغاوت اظهار کول دي  .

البته کچيري بل امام نه ؤ نو بيا پدا ډول امام پسي لمونځ کول بهتر دي تر دې چي تنها يې وکړي  ، او که دغه ډول څوک د يوې محلي امام وي نو د محلې خلګو ته پکار دي چي دده په بدل کښي بل امام راولي  .

پاته سوه لنګوټه ، نو په کومو علاقو کښي چي لنګوټه (پګړۍ) رواج وي او ملا بې له لنګوټې ګرځي او لمونځ په خولۍ کښي ورکوي نو دا خو په اتفاق سره د علماوو بد کار دئ ؛ ځکه چي دا د فتنې او د خلګو د نيتو د خرابيدو سبب ګرځي له ملا څخه ، او کوم تحقيق چي د لنګوټې په باره کښي ما کړئ دئ نو د هغه له مخي لنګوټه د مسلمان دپاره يو ډير مهم شئ دئ او بې عذره بې لنګوټې ګرځيدل او په خولۍ کښي لمونځ کول ، يا په خولۍ کښي ګرځيدل دا په موجوده وخت کښي د کفارو او فاسقو خلګو شِعار ګرځيدلئ دئ ، نو و صفا مسلمان او خاص بيا و ملا او عالم ته خو بيخي دا پکار ده چي دغه ډول عمل عادت ونګرځوي  .
 
[درمختار مع الشامي  ج۱ ص ۳۷۳ باب الامامة / احسن الفتاوی ج۳ ص ۲۶۱ ] . 

والسلام ومن الله التوفيق  .