کابل : دسولي بهرراوستو کي ددولت ترشا ولاړ یو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44317
راحیله جواد- کابل
دخبریدو نیټه : 2011-05-24

د کابل ولایت اوسیدونکو د سولې په راوستو کې له دولت سره د همکارۍ اعلان وکړ.

په هغه غونډه کې چې له همدې امله د کابل ولایت په نوښت د باګرامیو په ولسوالی کې جوړه شوی وه، په کې د کابل ولایت له والي ښاغلې احمدالله (علیزي) سربیره، د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو، د ولسي جرګې غړو، د کابل ولایت د ولایتي شورا ريس او اعضاوو، د ملګرو ملتونواستازو، نړیوالو دوستانو، علماوو کرامو او یو زیات شمیر قومي مشرانو برخه درلوده.

غونډې ته د باګرامی ولسوال ښاغلې حاجي محمد ظاهر د هرکلي وینا وکړه او په نوموړې ولسوالی کې یې د سولې په روانو هڅو رڼا واچوله، نوموړې د سولې د شورا جوړه شوی پراخه غونډه چې زیات شمیرعلماووکرامو او قومي مشرانو په کې ګډون درلود، د باګرامی په ولسوالې کې د سوله یوه ښه بیلګه وبلله او زیاته یې کړه چې په دغه ولسوالی کې به د خلکو په مرسته امنیتي وضعه له پخوا لا ډیره بهتره شي.

کابل والي ښاغلې احمدالله (علیزي) په خپلو خبرو کې د سولې په اړه له جوړې شوې غونډې څخه خوښي وښوده او په مرورو ورنو یې غږ وکړ چې له وسلوال مخالفت څخه لاس واخلې او د سولې له پروسې سره یوځای شي، نوموړې همداراز له نړیوالو دوستانو څخه وغوښتل چې د سولې په راوستو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او هغه کړنې دې نه ترسره کوي چې په پایله کې یې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ایجادیږی او امنیتي وضعه خرابوي، کابل والي له نړیوالو دوستانو څخه وغوښتل چې خپلې چارې له دولت سره په همغږی پرمخ یوسي، کابل والي د انتقال په پروسه هم رڼا واچوله او وویل ( د افغانستان ولسمشر ښاغلې حامد کرزي په حکم به د انتقال پروسه د هیواد په ځینو ولایتونو کې له پلان سره سم شروع شي چې په جریان کې به یې د کابل ولایت د ۱۳ ولسوالیو امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي چې په دې برخه ستاسې علماوو کرامو او قومي مشرانو همکاري ډیره زیاته اړینه ده، هیله ده چې له خپلو بچیانو سره د امنیت په راوستو کې مرسته وکړي)، چې د قومي مشرانو له خوا ورته د هرراز همکارۍ او مرستې ډاد ورکړل شو.

په ولسي جرګه کې د کابل وکیله اغلې شینکی کړوخیل په خبرو کې د سولې په راوستو کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو مرسته او همکاري ضروري وګڼله او د سولې له روانو هلوځلو څخه یې خوښي وښوده، نوموړې د نړیوالو دوستانو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې ټولې چارې له افغان ځواکونو سره په همغږۍ پرمخ بوځی.

غونډې ته په وینا کې د کابل ولایت د سولې د شورا اعضاوو په کابل ولایت کې د سولې د راوستو په موخه د روانو هلوځلو یادونه وکړه او هیله یې څرګنده چې د کابل ولایت د درنومشرانو په کومک به په دې ولایت کې یوه تلپاتې سوله راولي.