له ګناه څخه له عاجز کېدووروسته توبه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44344

دخبریدو نیټه : 2011-05-25

فتو ی نمبر(۱۶۸) ـ
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  مولوي اکرم ـ

علامه ابوالفضل صاحب او د بينوا کارکونکو ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
ځما له عاليقدر استاد أبوالفضل څخه پوښتنه داده چي ايا هغه څوک چي له ګناه کولو څخه توبه وکړي پداسي حال کښي چي نور يې د هغې ګناه پر کولو قدرت نه وي پاته ، نو دداسي چا توبه څنګه ده یعني قبلېږي اوکه یا ؟

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین ـ 

دهغه دقدم خاوره لاخورده ده            چي په علم عمل وکړي بياقائل وي 
 هرقدم په رهبري دعلم اخله             ابوالفضله که دي خداۍ ته زړه مائل وي ـ


محترمه وروره ! هغه څوک چي پر ګناه باندي د نه قدرت لرلو وروسته توبه وکاږي نو داشاعره وویعني د أهل السنت والجماعت د مذهب مطابق دداسي چا توبه صحيح ده . اوپه معتزله ووکي ابوهاشم معتزلي ویلي دي چي ددغه ډول سړي توبه نه قبلېږي ،احکام القرآن  الجزءالثاني من الحزب الثالث  سورة هودص۱۵ ـ
والسلام ومن الله التوفیق ـ