دنبي عليه السلام په خوب کي ليدل :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44348

دخبریدو نیټه : 2011-05-25

فتو ی نمبر(۱۷۰)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  : محب الله دانش ، دنامه دنه ښکاره کېدوغوښتنه کړېده خوموږ يې ښکاره کېدل مناسب وبلل ـ  
محترم د قدر وړ علامه صاحب ابوالفضل ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

محترم علامه صاحب، یو خوب می لیده چی یو باغ وی، په دی باغ کی نسبتا یو ډیر اوږد زیارت وی او یو منجور په کی د قبر څنګ ته د ونو ډنډونه پستوی. دا زیارت د حسین بابا په نامه سره وی (حسین خیل). دی زیارت ته یوه ښځه راغلی وی چی یو ماشوم هم ورسره وی او ژاړی فریاد کوی. دا منجور ورته وایی چی ځه موری په دی زیارت کی د چا سوال نه قبلیږی او که د تا سوال نه قبلیږی خدای می دی نه ګنهګاروی دا یی ورته وویل.
ددی خبری په اوریدو سره ښځه او ماشوم ولاړل. زه نو په دی باغ کی ولاړ یمه او دی قبر ته ګورمه. ناڅاپی دا قبر وغوزیږی او یو شخص ترینه راووزی. زه چی ورته وګورم نو غږ وکړمه چی اله! دا خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ده.
نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د قبر شرق طرف ته په یو کټ کی چی تیار پالنګ پری هوار وی په چپ طرف تکیه ولګوی او مخه یی قبلی طرف ته وی.
زه نو په ډیره خوشحالۍ دده سینی مبارکی سره جوښت ودریږم. ده مبارک ته می مخه وی او قبلی ته می شاه وی.
نو دی مبارک راته وایی چی کټ ته راوخیژه نو زه وروخیژم او دده مبارک خیټی سره جوښت کینمه. ده مبارک پیروزه یی کالی په غاړه وی او غالبا چی توره لونګی یی وهلی وی هماغه شان تکیه وهلی وی. دده مبارک د سینی له خوانه دوه دانی توری حشری (خوۍ) ښکته د خیټی په طرف یو په بل پسی را راروانی وی. نو زه دا کوشش وکړم چی دا اوله یعنی مخکی خوۍ ترینه لری کړمه نو دی مبارک ص می له دی کار نه منعه کړی او راته وایی چی مه یی کوه دا وروستنۍ خوۍ ورپسی را روانه ده او خوری یی، پرییږده.
زه نو دا پریږدمه او دده مبارک مخ ته ګورمه. دی مبارک ص نو دا خپل مخ ماته ډیر رانیژدی کړی او راته وایی چی ښه راته وګوره.
یقین په خدای وکړه چی داسی می ورته وکتل او داسی می لا په سترګو کی ښایسته ښکاری چی تر قیامته به می هم هیر نشی.
دا کلیمه چی تاته لیکم چی ترقیامته به می هیر نشی نو د سترګو اوښکی می اوس هم جاری دی. نه می هیریږی ....سبحان الله.

والسلام

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 

دهغه دقدم خاوره لاخورده ده            چي په علم عمل وکړي بياقائل وي 
هرقدم په رهبري دعلم اخله             ابوالفضله که دي خداۍ ته زړه مائل وي ـ
محترمه هغه څوک چي نبي عليه الصلاة والسلام په خوب کي وويني نوددې خوب لنډه تشريح په لاندي ډول ده اوتفصيل به يې انشاء الله په راتلونکوبرخو درته راسي :

ابن جمرة ويلي دي چي درسول عليه السلام په خوب کي په ښه حالت کي ليدل دليدونکي ددين ښه والۍ دۍ اوکه يې چيري يوڅه نقصان اوخلل پکښي وليدۍ نودادليدونکۍ په دين کي خلل اونقصان دۍ ، ځکه نبي صلي الله تعالي عليه وسلم لکه هنداره داسي ده دهرشي حقيقت ښکاره کوي  ، داخبره ابن حجرهيثمي په شرح دشمائل ترمذي کي ذکرکړېده ـ
هغه څوک چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په خوب وويني نو هغه به له غمه خلاص سي او خوشحالي بې نصيب سي ، پور او قرض بې ادا سي ، او که دغه خوب لیدونکئ بندي او په قيد کښي ؤ  نو له بنديخانې او قيد څخه به نجات پيدا کړي او د هغه له بيري څخه به بيغمه سي ، او که دغه شخص په تنګي او قحطي کښي ګرفتاره ؤ نو له هغه څخه به خلاصون پيدا کړي او خيريت او نعمتونه بې نصيب سي  ، دارنګه که دغه شخص غني او مالداره ؤ نو په دولت  او مالداري کښي بې لا زيادت او پراخي راسي  .
له حضرت أبوهريرة (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي ما له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه واوريدل چي ويل يې  : «منْ رآني في الـْمَنامِ فقدْ رآنِيْ حَقّـًا  ؛ فانّ الشيطانَ لایتمثلُ بِيْ » . يعني چا که  وليدم زه په خوب کښي نو په تحقيق سره وليدم ده زه په رشتيا  ؛ ځکه چي شيطان نسي کيدلاۍ  په شکل ځما.
او چا ويلي دي چي د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ليدل په خوب کښي د غني سړي پر سعادت او نيکبختۍ دلالت کوي ،او چا ويلي دي چي که دغه ليدونکئ کمزورئ او مغلوبه ؤ نو پر دُښمنانو بې غلبه او نصرت  نصيب سي ، او کچيري مريض ؤ نو الله تعالی به شفا ورکړي  .
[منتخبُ الکلام في تفسير الأحلام للامام محمد بن سيرين : البابُ السابع] . 
والسلام ومن الله التوفيق ـ