لیکنه: لیمه غفوری
پلار ته می څو واری پخوا هم تر غوږ ورتیره کړې وه، خو پوهیدم چی هیڅکله به د هو جواب را نه کړی، ځکه خو نن ډیره حیرانه وم چی څنګه او ولی پر خپل سر راته وایی ولاړه سه... زه نه پوهیږم څونه خوشاله وم... د کور کارونه می د سترګو په رپ کی وکړه. مور ته می ویل چی نن می ملالۍ هم راسره وړم چی زړه ته یی ولویږی چی څونه می یادیدل.
ملالۍ زما د کتابچې نوم دی چی ما د هغې سره د تړلو شیبو یاداښتونه پکښی لیکلی دی... هو هغه یاداښتونه چی زه یی په بیا بیا لوستولو نه مړیږم. ددغی کتابچې پر مخ په غټو ټکو د (ملالۍ) نوم لیکلی دی او ډیر وخت می تر څنګ ایښی وی، کله کله چی زما ترټولو کوچنی او تر ټولو نازولی ورور راڅخه وړې وی یا یی زما له خونی څخه په پټه را ایستلې وی مور می نارې را وهی او خاندی چی هله ستا ملالۍ یی بیا را ایستلې ده، بیا نو زه هم خاندم او د مور له خولې می د ملالۍ د نوم اوریدلو څخه خوند اخلم.
ملالۍ می له هغی ورځی وروسته نه وه لیدلې چی په ښوونځۍ کی یی په بهیدونکو اوښکو راڅخه رخصت اخیستی، د هغې کورنۍ کابل ته کډه کول او هر هغه څوک یی په تګ زهیریدل چی ملالۍ یی له نژدې پیژندل، آن زموږ استادان هم خپه وه چی ډیر وخت به یی د هغې د شوخۍ څخه سر ټکوی.
ښوونځۍ هم عجیبه ځای دی، هرڅوک کولایسی د خپلی خوښی ملګری او همرازه پیداکړی، خو زه او ملالۍ له ښوونځۍ څخه وړاندی هم نږدې او سره ګرانی و، ځکه هغه زما سکه د اکا لور وه خو کاش چی تر پایه نږدې سره پاته سوی وای او د پلرونو تر منځ خوابدۍ زموږ پر یوځایوالی او ملګرتیا خپل تور سیوری نه وای غوړولی.
کله چی به مو ټولګیوالو ته د خپل کورنی تړاو په اړه ویل زړه ته به یی نه لویدل، ځکه چی موږ یی هیڅکله هم د یوې او بلی په کور کی نه و لیدلی. موږ یوازی ښوونځۍ سره یو ځای کولو او دا هغه ځای دی چی زه یی د سپېڅلتیا له امله پر تقدس قایله یم او د ښکلا له امله د جنت ګومان پر کوم، ځکه دلته هرڅوک سپیڅلی وی او د پوهی په سپیڅلو وړانګو د ځان ښکلی کولو لپاره ورته راځی...،
زه او ملالۍ به ډیر وخت ښوونځۍ ته وختی راتلو او خپلی کورنۍ مو په دې تیرایستلی وې چی موږ د ښوونځۍ د پیل کیدلو څخه مخکی انګلیسی ټولګیو ته ځو، زموږ په ښوونځۍ کی د ېوې افغانۍ تعلیمی موسسې (اې ای ایف) لخوا د ښوونځۍ د رسمی ساعتونو د پیل کیدلو څخه وړاندی د انګلیسی ژبی د زده کړی ټولګۍ اماده کیدلې، خو موږ هلته نه تلو او د هغه ټولګیو د نوم څخه مو یوازی د خپلو کورنیو د تیرایستلو لپاره کار اخیستی او نور به نو ښوونځۍ ته د ننوتلو سره سم مخامخ خپلی ټولګۍ ته تلو چی بیا به مو د ټوکو ټکالو او خنداو له شور څخه په ټولګۍ کی خبره نه اوریدل کیدل.
خو افسوس هغه ښکلی شیبې څونه په چټکۍ سره تیری سوې او ملالۍ په خپل تګ سره څنګه ژر ختمی کړې.
نن چی می د پلار لخوا د کابل څخه د هغې د کورنۍ د بیرته راستنېدو زیری واوریدی او دا چی اجازه یی راکړه چی ورسم، له خوشالۍ څخه می مځکه په سترګو نه لیدل... د کور کارونه چی می کول له ځان سره می خبری جوړولې چی داسی او داسی به ورته وایم او د هغې د تګ وروسته په ښوونځۍ کی پیښی سوی کیسې می په یادولې، چی له هر څه څخه خبره سی او د لیریوالی احساس یی له منځه ولاړ سی...
کارمار می سم کی، ملالۍ می هم راسره واخیسته او د خپل کوچنی ورور سره روانه سوم، د هغوی کور دونه لیری نه و، څو دقیقې وروسته یی په دروازه له کلونو کلونو وروسته ننوتلم، عجیبه احساس راسره و، نه پوهیدم د هغې په لیدلو به وژاړم که به وخاندم، په چوپتیا به ورسره مخامخ سم او که به په چیغو چیغو ورسره لاس ترغاړی سم... خو... دکور په دروازه یی له ننوتلو سره سم د مور راته پام سو، سترګی یی له اوښکو ډکی سوې، او بیا یی په غیږ کی ونیولم او په چیغو چیغو کی یی راته وویل: (... زویه ستا ملالۍ نسته، هغه مو په کابل کی واده کړه او میړه یی خارج ته بوتله...).
پای