ولي شا طبيب - کندهار
نن دکندهار ښار دميرويس نيکه دروغتون دکنفرانس په تالار کښي دمرغانو دزکام په هکله علمي کنفرانس ترسره سوو . په شروع کښي ډاکتر عبدالجبار دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني مشر دټولني په هکله برخوالوته معلومات ورکړه ، اودعلمي کنفرانسونو پر اهميت وږغېدی او دګډون کوونکو څخه يې وغوښتل چي ددې لړۍ په جاري ساتلو کښي هاند او زيار وکړي .
نوموړی کنفرانس دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني لخوا ترتيب اوتنظيم سوی و. کنفرانس چي دډاکتر پاينده محمد ارغنداوي دکندهار دطب پوهنځي داستاد لخوا اجرا سو ،دمرغانو دزکام دناروغۍ په اړوند تفصيلي معلومات ورکړه سوه ، دکنفرانس په اخيره برخه کښي دبرخه والو پوښتنو ته جوابونه وويل سول . په نوموړي کنفرانس کښي شپيتو تنو ډاکترانو او نورو طبي کارکوونکو برخه اخيستې وه .