دجنيدبغدادي دولايت سبب اواصلي عامل :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44389
دارالافتاء ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-05-27

فتوي نمبر (۱۷۴)
 دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي : عبدالاحد / له لندن څخه
 دقدر اواحترام وړ علامه ابوالفضل صاحب اوخالد هادي صاحب السلام عليکم ، زما سوال دادئ چي دحضرت جنيد بغدادي رحمه الله تعالي دولي کېدو يعني چي الله پاک له ده څخه ستر ولي جوړ کړ اصلي اوعمده سبب کوم شي وو؟

الجواب وهوالموفق للصواب   :  
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه وروره دجنیدبغدادي  دولایت اوبزرګِۍ سبب یواحسان اونېکي وګرزېدله چي له یوه سیدیعني دنبې علیه  الصلوة والسلام له یوه لمسي سره ئې وکړه چي تفصیل ئې دادۍ
دجنيدبغدادي قصه :
    ځني علماوو په خپلو کتابو کي ذکر کړيدي چي حضرت جنيد بغدادي دځواني په ابتدايي دورو کي سخت پهلوان غېږباز وو هيچا له ده سره دغيږي ايستلوتوان نه درلودئ اودخپل وخت حکومت دَي په نګراني کي نيولَۍ وو اوډېره توجه يې ورته درلوده ، يووخت يوسَيديعني دنبي عليه السلام له اولادې څخه يوڅوک چي ډېرکمزورئ هم وو وهغه اميرته راغلۍ کوم چي جنيد ورسره وو اوورته وې ويل چي زه غواړم چي ستاسي له نامتوغېږبازانو سره غېږوباسم ، اميرچي دده وضعيفي اوکمزوري بدنې ته وکتل نويې ورته وويل ،  چي څه بدبختِۍ نيولئ يې له خپله ژونده تنګ سوۍ يې ،اوکه له خپلې ښځي په غصه کي راغلۍ يې پرخپل ځان باندي رحم وکړه خپل ځان وهلاکت ته مه اچوه ـ
خودغه سيد ددغه امير دغه خبره ونه منله نو اميردَي وجنيد ته ورولېږو جنيد هم وده ته دامير په ډول خبري وکړي خوده دجنيد خبره هم ونه منله نوبيايې دغيږي ايستلوځاۍ اووخت معلوم کړ  اواميروخلګوته اعلان وکړچي په فلاني وخت کي  په فلاني ځاۍ کي  ددغه سيداوددغه جنيد وغيږي ته راحاضرسِۍ نو کله چي دوئ دواړه   دغيږي ايستلو په ټاکلي ځاۍ او وقت کي سره يوځائ سول نودغه سيد وجنيد ته وويل چي اول وارزماخبره واوره بياچي ستاخوښه وي هغه ډول وکړه ، زه ستادنبي صلي الله تعالي عليه وسلم له اولادې څخه يم اودونه مسکينان يوچي دايوه هفته کيږي چي نه ما اونه زماښځي اوکوچنيانويوشي خوړلۍ دئ ، يعني نو کچيري ته په دغه غېږ کي په قصد سره ځان راته مات کړې نوشايد ماته دغه امير يوڅه شي راکړي نوبه زما اوزما دعيال له مرګ څخه دنجات سبب وګرځي ، له دې وروسته دواړه په غېږ سره ورغلل ، جنيدڅه مهال وروسته په قصدځان دمځکي وخواته ايله کړ اووغورځيدئ ، امیر اوخلګ ټول حيران سول بيايې په انعام کي ودغه سيدته ډېري روپئ ورکړې ـ
بياچي کله شپه سوه اوجنيدبيده سو نونبي صلي الله تعالي عليه وسلم يې په خوب کي وليدۍ ، نبي عليه الصلاة والسلام ورته وويل چي اي جنيده ته ترخپلې بزرګۍاوترخپل عزت زمادبچي په خاطر تېرسوې نوولاړ سه موږ وتاته ددارينوعزت درکړ  ـ
نوله دغه وخته څخه حضرت جنيد بغدادي دالله پاک ولي وګرځېدۍ اودډېرولويواولياوو له جملې څخه سو ـ
احکام القرآن ، ج ، ۱ ، ص ، ۳۶۶ او ۳۶۷ ـ  
والسلام ومن الله التوفیق ـ