ایکانومیست :هغه سیالي چې نړۍ ګواښوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44404
ژباړه : نوروهاب څپاند
دخبریدو نیټه : 2011-05-28

سرچینه : د ایکانومیست مجله 
نیټه : د ۲۰۱۱ کال د مۍ  ۱۹ مه
ژباړه : نوروهاب   څپاند

د جهادیانو ، طالبانو او هستوي وسلو په لور د پاکستان خطرناکې لیوالتیا د هند اندیښنې زیاتې کړي دي .

بهرنیانو او په ځانګړي توګه هندیانو  هغه وخت  ډیره ناهیلې وښوده کله چې د پاکستان په غوره پوځې مرکز ایبټ اباد کې اسامه بن لادن ووژل شو . پاکستان  داسې واکمنې ده چې هم د اسلامي توغمناکو ( متعصبو ) سره جګړه کوي او هم یې خوندي ساتې . په داسې حال کې چې پاکستانیان په خپله ددغو جهاديانو د یرغلونو اصلي قربانیان دي ، لیکن واکمنې پاتې راغلي چې عمل وکړي .

د مۍ په  ۱۳ مه هغو ځان وژونکو چې د القاعدي ګروپ پوري تړلي وه ، پاکستاني طالبانو ، په شمال لودیز ښارګوټې شبقدر کې د ۸۰ تنو په شا و خوا کې ځوان پوځې زده کړې ووژل . دا یرغل د بن لادن د بدل اخستو په نامه وشو چې اغیز یې عمومې خواشینې را پورته کړه .  په اسلام اباد کې  د امریکا سفیر Cameron Munter په دې هکله څرګنده کړه « که په کور کې مارانو ته پالنه ورکوﺉ ، بیا به چیچل کیږﺉ »

په اوسنۍ لحظه کې پاکستان نیغ په نیغه تیار دی چې د سخت دریځو  په وړاندي د امریکا سره همکاري وکړي ، دا خبره د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې ریس ( جان کیري ) وکړه . هغه په دې وختو کې  د کابل د لاري اسلام اباد ته  ولاړ او د پاکستان  د پوځ سرلښکر (اشفاق کیانې ) سره یې د څلورو ګړیو لپاره مرکه  درلوده چې په ترځ کې یې د دوه اړخیزو ستونزمنو اړیکو د بیا سمیدو دعوه شوي . په دې لړ کې پاکستان به د پټکارۍ د هغه هلیکوپټر پاتیشونې بیرته  امریکا ته سپاري چې په ایبټ اباد کې د چپاو په وخت کې د اور لمبه شوه . همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو سکریټري Hillary Clinton به په راتلونکو څو اوونیو کې  له سیمې څخه خپله لیدنه ترسره کوي .

د اهمیت وړ خبره داده  هغه امریکایې چغلګر ، چې يو کال ړومبۍ  به  یې  د ښارګوټو په تیاره کونجونو کې مدرسو ته د کمین نیونې په مهال  بیله دې چې خپلو پاکستانې سیالانو ته څرګنده کړي چې په څه پسې ګرځیدل  یو ځلي بیا د پاکستاني پوځې  ټک و پوک  آي ـ اس ـ آي سره ، کارکول پیل کړي . په احتمالي توګه به  د « خورا اهمیت لرونکو موخو » لکه  د القاعدي د مرستیال ( ایمن الظواهري ) ، د افغان طالبانو د مشر( ملا محمد عمر) پر ضد  د رسمي ګډو هڅو په بڼه  د درنو ګزارونو د ورکولو تابیا کیږي  . له دې کبله  د پورتنې  هوډ له مخې په ډیره بیړه  د مۍ په  ۱۷ مه  پاکستان د یو لړ پایلو اعلان وکړ چې :  پوځ په کراچۍ کې  Yemeni د القاعدي جګپوړی عملیات کوونکی نیولی .

ډیر پاکستانیان نه شي کولاي پیښې هغه ډول ووینې چې امریکایان یې کوي . د نمونې په توګه  په ایبټ اباد کې د بین لادن د شتوالي په هکله لږ دلچسپې  څرګندوي  ، اما په اسانۍ  سره د امریکایې ځواکونو کوزیدلو هلته بیا  ډیر اندیښمن کړي . د چپاو څخه یوه اونۍ وروسته د پوښتنو ږویږنو د یوي سروي پایلو وښودله چې د ۲۵۰۰ تنو له جملي څخه یوازي ۲۶ په سلو کې دا منې چې بن لادن وژل شوی . لږ تر لږه نیمایې  ۴۹ په سلو کې  دا پیښه جعلي بولي او یو شمیر زیات کسان وایې که بن لادن مړ شوی هم  وي ، په هر صورت هغه شهید دی .  ۶۸ په سلو کې ډیر اندیښمن وه چې بهرنیانو د پاکستان په ملي حاکمیت  تیری کړی دی .

د ایبټ اباد پیښه ځکه ډیره خوا شینونکې وه چې د ښارګوټې ځایونه د هند تر ولکي لاندي کشمیر ته نږدي پراته دي ، دا په فرضې توګه هغه پوله ده چې ښه څارل کیږي . عادي پاکستانیان په اندیښناک حالت کې اوسیږي چې هندوستان تر اوسه ددوي د هېواد د شتوالي د شرایطو سره موافقه نه ده کړي او ښایې یوه ورځ  په ساده ډول ورو ورو را دننه شي . دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د بن لادن د انګړ پوري غاړي ته کور کې اوسیدونکې د چپاو په هکله وویل : « موږ په لمړې وار داسې انګیرله چې ګواکې هندیان یرغل کوي » .
د پاکستان د پارلمان په ګډه غونډه کې چې د مۍ په  ۱۳ مه وشوه او د پوځ سرلښکر په کې برخه درلوده رښتوني اندیښنه د هندوستان په باب مطرح وه . د هندوستان  د پوځ سرلښکر په احمقانه توګه  د بن لادن پر خلاف د چپاو نه وروسته باټې وویشتي چې د هغوي ځانګړي ځواکونه د ورته پیښو  د  د پلي کولو وس لري . د هغه په غبرګون کې د پاکستان د استخباراتو مشر احمد شجا پاشا د پارلمان غړو ته وویل چې پاکستانۍ پوځ نه يواځې د هندوستان په دننه کې د غچ  اخستلو په موخه  د هدف د کوبلو وس لري بلکه په وارو وارو په هغوي ګزارونه هم کولی شي .

د جهاد ګټورتوب ؛
د ټولو ګواښونو د شتوالي سربیره ، د پارلمان غړو د بن لادن په هکله  په پوښتنو او ږویږنو سر ونه ګراوه . دوي ښایې ویاړ کاوه او یا به یې  خپل پاکستانې احساس داسې څرګندولو چې جهادیان د هغوي د واقعیت  په پرتله  د کور دننه بې زهرو ماران دي .  که د ي خبري ته له بلي زاویې وکتل  شي ، مانا یې داده چې یو کمزوری هېواد بل پیاوړي هېواد ته خپل ځواک ښیې .

د هندوستان نفوس او اقتصاد دواړه د پاکستان په پرتله  ۸ چنده زیاتوالی ښیې او چټکه وده کوي . څرنګه چې پاکستان دبل په مرسته او بهرنیانو  څخه په خیر غوښتلو متکې دی او له دې لاري خپل پوځ سمبالوي ، برعکس  هند په دې مسابقه کې یو مرسته ورکوونکی هېواد دی او د امریکا متحده ایالات مینه لري چې د هغه ملګری واوسې . د اوږدي تجربه شوي او په پښو ولاړي ډموکراسۍ  په توګه معنوي ځواک لري . د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په غونډو کې ګډون کوي ، د امریکا سره نږدي استخباراتې راکړي ورکړي لري او په کال کې لسګونه بلیونه  ډالره په دفاعې چارو لګوي .

د پاکستان د خوندیتوب د نشتوالي اړوند عوامل د کلونو په اوږدو کې د طبیعې افاتو لکه د ۲۰۱۰ کال د خونړيو سیلابونو د راوتلو او خپل ځانته د صدمه رسوونکو اقداماتو  لکه  د پر له پسې کودتاګانو د کولو له وجې رامنځته شوي . دا ټول ډیر ژور احساس شوي او دا نوي نه دي . دا ملک  په  ۱۹۴۷ کال کې د هندوستان د ویش په پایله کې زیږیدلی ، هغه ویش چې په زرهاوو  زرهاوو مسلمانان او هندوان په کې ووژل شول او په میلیونونو بې کوره شول . دغو عواملو او اسلام د ملت جوړونې د احساس په رامنځته کولو کې مرسته وکړه . مګر د ویش پرهارونو د پاکستان د ژوندي پاتې کیدو ویره پر ځاي ساتلي .

د یو کمزوري هېواد لپاره د استازیتوب کوونکو پوځونو او جهادیانو په کار وړل ښه نظریه بریښې . د ۱۹۴۷ کال په وروستیو او د ویش د کېدو څخه لږ را په  دیخوا سخت طبعیتې  پښتانه  قبایل په کشمیر را توي شول  چې د پاکستان لپاره  د هندوستان څخه یوه توکړه  بیله کړي . کوم ځاي پوري چې هغوي ورسیدل تر اوسه لږ او ډیر دا ساحه د کنټرول د لیکې په نامه یادیږي . وروسته له هغې د امریکا په مرسته د پاکستان پخوانې حکمران  جنرال ضیا والحق  په افغانستان کې د شوروي یرغلګرو د پښو د بندولو لپاره  هلته جهادیان واستول . د هغه وروستې ځای ناستې دیکتاتور جنرال پرویز مشرف  په دې وروستیو کې دا ومنله  او هر څوک  هم پري پوهیږي چې سخت دریزي به د ستونزو د راولاړولو په موخه  هندي کشمیر ته لیږل کېدل . 

دا څرګنده ده چې د جهادیانو افرازول ارزانه او اسانه  دي او که کله چاري  د خرابې  په لور مخه کړي د هغو څخه د منکریدو دروازه خلاصه ده . ددوي په ډلو کې ښایې  داسې  کسان وي چې په کور او کلي کې د ګډوډیو او فتنې سبب کیږي او یا ښایې داسې څوک هم وي چې د پاکستان د ملي یووالي  په پاللو کې مرستندوی وي ، ځکه جهادیان د اسلام په نامه جګړه کوي . لیکن عامه نظر سنجي کوونکی  اعجاز ګیلانې  په اسلام اباد کې په ګوته کړي چې ، د ملت احساس هند ته د کینې او دوښمنۍ  څخه  ډ ک دی . ډیر پاکستانیان  غواړي په بیړه څرګنده کړي او یا د هغو جهادیانو فعال ملاتړ وکړي چې په هند کې په عادي او یا ملکې اهدافو بریدونه تر سره کوي  ، د بیلګي په توګه هغه یرغل چې په  ۲۰۰۸ کال کې په ممبیې کې وشو او ۱۷۰ تنه په کې ووژل شول .

هغه محکمه چې د مۍ په ۱۶ مه په  امریکا کې پیل شوي ښایې پورتنۍ  نظریه ازمایښت ته واچوي . په شیکاګو کې څارنوالانو  پاکستانۍ  سوداګر تهور حسین راینا  په دې چلند چې د ممبیې د یرغلونو څخه یې ملاتړ کاوه او په هغه کې شپږ امریکایان هم قربانې شول  ، پړ وباله . حکومتې شاهد لا د وړاندي ویلي وه چې د اې ـ اس ـ اې افسر مجو اقبال د ممبیې د یرغلونو مادي تمویل او لارښوونه کوله .

که چیري د پاکستانې  جهادي ګروپونو  ناروغه زغم د هندوستان څخه د اندیښنې کولو په پایله کې رامنځته شوی وي  بیا په افغانستان کې د هغوي د اخلال اچونکې کړو وړو  په هکله څه ویل کیدلی شي ؟ هغوي امریکا ته لاره ورکوي چې د کراچۍ څخه خپل دري برخې جنګې افزار ولیږدوي او په خپله  بیا په قبایلي ساحو کې د سخت دریځو  په وړاندي د ډرون د سختو عیر عادي ګزارونو ملتیا کوي . همدارنګه تر اوسه افغان طالبانو ته مالي لګښت بیلوي ، د حقاني په څیر د القاعدي سره تړلي ګروپونه  چې (  په پاکستان کې اوسیږي او افغانستان کې د ورانکارۍ فعالیتونه کوی ) د ځمکنیو یرغلونو په بڼه  مقاومت ته هڅوي او بیا وایې چې په هغو زور راوړي چې د افغاني خبرو اترو د پروسي سره یو ځاي شي .

په کابل کې اوس په بربنډ ډول ددې پته لګیدلي چې د افغان باغیانو د فعالیتونو د زیاتیدو تر څټ د پاکستانې آي ـ اس ـ آي لاس دی . څیړونکو په تیر کال کې د  ۱۲۲۴۴ یرغلونو څرک  لګولي وو  چې  د ۲۰۰۶ کال په پرتله پنځه چنده ډیروالی ښیې . « هغوي چې د یاغیانو سره په نږدي اړیکه کې دي موږ ته  وایې چې د آي ـ اس ـ آي په فعالیتونو کې په  ځانګړي توګه  تیرو  ۱۸ میاشتو کې زیاتوالی راغلی دی » . دا رپوټ د یو کتونکې له خوا وړاندي شوی چې پخې اړیکې لري  . لیکن پاکستان دا نه منې چې دوي په فعال ډول د طالبانو مرسته کوي .

هغوي دا هم نه منې چې دوي د امریکا سره په خپل چلند کې دوه مخې دي . بلکي هغوي وایې ، چې دوي د امریکایې جګړي د ملاتړ پلوي دي ؛ دا نه منې چې د یو ځبر ځواک دوښمنې خپله کړي . مګر دا ددې مانا نه لري چې دوي دې د امریکا هیلې په افغانستان کې ومنې . پاکستانیان په ډانګ پېیلې  توګه د بیا بیا  لپاره ـ د هند د خطر په بهانه  ، دلته خپلو څه بل ډول ملي ګټو ته په کتلو بوخت دي .

څرنګه چې امریکا زیاته هیله لري چې اسلامي سخت دریځې په خپله ولکه کې راولي ، یو ډول نظم ټینګ کړي او د خپلو سربازانو د بیرته ستنیدو لاره ګودر بیامومي ، برعکس پاکستان نه غواړي پیاوړی افغان دولت  چې  په کې  د تاجکو قومې ګروپ چې له یوي خوا د هند سره عنعنوي ملګرتیا  او له بلي خوا په واک کې د برلاسي لرلو ارمانجن دي ، لږ په غوښن موقف کې ووینې .

د هند صدراعظم  Manmohan Singhد مۍ په  ۱۳ مه کابل ته  بریالی سفر درلود . هغه  د افغانستان په پارلمان کې د هندوستان د اغیزمنې  یونیم بلیونې مرستې په اهمیت وګړیدو چې د هغې له برکته سړکونه  جوړ شوي  ،  د بریښنا مزي غزول شوي  او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پالل شوي . هغه د ۵۰۰ میلیونې  نوري مرستې لوز وکړ او د « سټراتیژیکې ملګرتیا » په را منځته کېدو یې خوشالي څرګنده کړه .

یو لوړ پوړي هندي  حکومتې  چارواکې وویل : هند په افغانستان کې  « د کومې لوبي په وروستې پړاو کې نه دی » ، موږ غواړو چې افغانستان یو « منځلاری » اوپه « خپلو پښو ولاړ»هېواد وي .  دا ډول موقف هم د پاکستانیانو د بې باورۍ سبب شوی  . که تیر ته ځغلند نظر واچوو څرګنده ده چې  افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د پاکستان سره په  دوښمنۍ  اخته دی ؛ په یوازي ځان یې په ملګرو ملتو کې دپاکستان د غړیتوب پر خلاف رایه ورکړه ، اوس هم د پاکستان رسمې پولي په رسمیت نه پیژنې . په پاکستان کې بیلتون پالي ، په تیره بیا بلوچان او همدارنګه پښتانه به زیات را فعال شي که د څنګ د دروازي روانه جګړه یې پاي ومومي . پښتانه په پاکستان کې لوي اقلیت او په افغانستان کې لوي قومي ډیره کۍ دی . افغان حکومت هیڅکله د « ډیورنډ لیکه » چې د پښتنو قبایلو په ځمکو ایستل شوي په رسمیت  نه  ده  پیژندلي او د خپلواک  « پښتونستان »  نظریه تر اوسه د چا د مغزو څخه  نه ده وتلي .

پاکستان  له دې ویریږي چې د هند او د هغه د ټلوال په ګیره کې را ایسار نه شي .هغه  له پخوا څخه هند  د ایران او افغانستان دلاري بلوچ بیلتون غوښتونکو ته په مرسته کولو ملا متوي . د پاکستان د آي ـ اس ـ آي یو مامور یوه تیوري وریښلې ده چې په افغانستان کې د هندیانو د سړک جوړونې کار په حقیقت کې د زیات مقدار چاودیدونکو موادو د پوښولو لپاره یوه بهانه ده ، تر څو له دې موادو څخه تروریستان د پاکستان په د ننه کې ګټه پورته کړي ، هغوي په احتمالي توګه په  ۲۰۰۸ کال کې د اسلام اباد په  Marriottهوټل کې  چاودنه دداسي فعالیتونو یو جز بولي .

پاکستان له دې کبله  د « ستراتیژیک عمق » د لټولو په موخه په افغانستان  کې د خپلي اغیزي ښندل غواړي . د ستراتیزیک عمق مانا داده چې هغوي باید په یوه ساحه کنټرول ولري تر څو هلته د هند سره د جګړي پر مهال  د خپلو مشرانو ، سرتیرو او ان اټومي وسلو خوندیتوب  یقینې کړلی شي ، او یا په ساده توګه د خپلي پولي بلی غاړي ته ډاډمن ټلوال ولري چې  په خلیج کې د هندیانو د لاسوهنې د ایسارولو مرسته ور سره وکړي . بله لاره داده چې ښایې پاکستان  د یو کمزوري ، ویشلي افغانستان او یا هم یو ځلي بیا لږ تر لږه په یوه برخه  د یو منونکې پښتانه استازي د واکمنۍ  د لیدو مینه ولري . همدارنګه  ځینې جنرالان بیا وایې چې دوی طالبانو ته ډیر لیوال نه دي ، اوس بیا ولیدل شي چې دوي نور څه پسې لګیا دي  .

وسله بند او ډارونکی ؛
د هند په اند د پاکستان د پایښت  ویره مبالغه امیزه ده ، دا ویره د خلکو د ډارولو په موخه پوځ را ولاړه کړي ده . دې مطلب ته په اشاره هند وایې چې هیڅکله تیری کوونکی نه وو . ان داچې  په ۱۹۷۰ کال کې له یو څه ځنډ وروسته  هند د پاکستان د دوه برخې کولو د اسانتیا په موخه لاس اوږد کړی وو  . دا ځکه چې په خټیځ پاکستان  ( اوسنۍ بنګلادیش ) کې د پوځ له خوا په  ملکیانو  زړه بګنونکو تیریو ، د هغوي  زورونو او د کډوالو سترو ډله ایزو بې ځایه کېدنو داسې ګامونو اوچتولو ته زمینه برابره کړه

هندیان وایې ، د پاکستان د بې ثباتۍ ولۍ د هغوي په خپله لیونتیا کې پرتې دي . ام ، جې اکبر هندي بلیغ ژورنالیست او د پاکستان په هکله  د نوي کتاب لیکوال په لنډو وایې چې پاکستان یو خطرناک ، ژر ماتیدونکی اود « زهرجنې جیلې یا مربا دولت » دی . هغه په عمده ډول ، پوځ  د ډیرو سرکښه تصمیمونو د نیولو په اړوند چې خپله برلاسې وساتې ملامتوي . هغه  زیاتوي « پاکستان د تضادونو په داسې یوه ټولګه کې خوېیږي چیري چې په عمده توګه دا منطقې کوي چې د بقا لپاره باید کړه وړه  د موسسو د اړتیاوو یرغمل وي ».

 د پاکستانې  لیبرالانو په ګډون ډیری نور زیاتوي چې ، پاکستان نه شي کولاي  ځان د هغو پوځیانو  څخه و څنډې چې د هندوستان له لوري بیرول شوي دي . یو له دوي څخه څرګنده کړه چې « موږ وسوسې او روحي رنځ نیولي یو ، ویره لرو چې څرنګه د نوري نړۍ څخه ځانونه بچ کړو ». د هند یو جګپوړي امنیتې مامور وویل  چې پاکستان تر اوسه د پوځ له خوا د دولت چلونې د اړتیا په کچه کې دی . دا د نړۍ اووم لوي پوځ  د دولتي بودجې د شپږمې برخې شیره زبیخي او د عامو خلکو پروا نه کوي .

دا هیبت کول به کافې وي ، اوس راشۍ دا وڅیړو چې  پاکستان څه ډول د خپلو اتومي وسلو د پرمختګ په لټه کې دی . دا پروګرام په ۱۹۷۱ کال کې  کله چې  په سرڅوړي توګه  خټیځ پاکستان  د لاسه ووت  ، رامنځته شو . یانې پاکستان  ته د هند  له لوري د ړومبنۍ  ماتې ورکونې د مهال په شااو خوا کې  د پاکستان  د بهرنیو چارو پخوانې  وزیر ذوالفقار علي بهټو په ډاګه کړه :« که چیري هندوستان بمب جوړ کړي ، موږ به د زرو کلونو لپاره واخه او پاڼې وخورو ، وږي به پاتې شو ، لیکن خپل بمب جوړولو ته به لاسبری پیدا کوو » .

پاکستان ښایې اوس د ۷۰ څخه تر ۱۲۰ پوري اتومي وسیلې ولري ، او امکان لري چې په غیر عادي حالتو کې دهغې استعمال ته زړه ښه کړي  . ځینې په غرب کې په دې باور دي چې  د ۱۹۹۹ کال  د کارګل  جګړي په نیمایې کې  پاکستان د اټومی کوپړی لرونکو مزایلو تیاري هم پیل کړي وه . دا جګړه د هند پر خلاف د پاکستان له خوا پیل شوي وه او د کشمیر د پولي په هغه  برخه  یې  یرغل کړی وو چې د سګنالونو په وسیله کنټرولیږي .

هیڅوک په دې کې شک نه لري چې د هند له لوري د اندیښنو په ګرداپ کې راګیر شوی پاکستان ډیره هڅه کوي چې زیات څه په لاس راوړي . د هغه هېواد  اټومي کوپړۍ  د داخلي تصادفي احتراق سیستم  لري  ،  د ۱۵ نه  تر ۲۰ کیلو ګرامه  زیاتو غني شوو یورانیمو څخه چې  جامده او سخته طبقه لري جوړي شوي . پاکستان په کال کې د ۱۰۰ کیلو ګرامو په شا او خوا کې یورانیم تولیدوي او د چینایانو په مرسته  د هغې هستوي جوړښت په چټکۍ غزول کیږي . د داسې تولید د پیل کیدو له وجې د نورو وسلو نرخونه بیخې رالویدلي . پاکستانۍ هستوي فزیک پوه Pervez Hoodbhoy وړاندیز کوي چې « تاسو کولاي شی تقریبا  د ۱۰ ملیونو امریکایې ډالرو هستوي کار ولری او یا په اسلام اباد کې د ښې ښایسته لوي ماڼۍ لګښت » .

دغه نوي پراختیا ښایې د هغه بلي غاړي د دوه نوي پرمختیاوو په وړاندي یو عکس العمل وي ، یانې پاکستان په معنوي لحاظ هله زیانمن شو کله چې  په  ۲۰۰۸ کال کې هند د امریکا سره د ملکې موخو لپاره د هستوي انرژۍ تړون بشپړ کړ . دغه تړون نه یوازي داچې امریکا او هند سره نږدي کړل ، بلکه هند په نړیوال مارکیټ کې د یورانیمو د تر لاسه کولو لپاره لاره پیدا کړه او دا ددې مانا لري چې هغه به ډیر ژر د نورو بټیو د جوړولو تکل وکړي . پاکستان په وارخطایی سره انګیري چې هند به په پرله پسې توګه هر کال ۲۸۰ هستوي وسلي تولید کړي .

بل بدلون د دوکتورینو او لیږد په هکله دی . هند له لمړي سره څخه دا موقف خپل کړی چې د هستوي وسلو « لمړی استعمالونکی » به نه وي . برعکس پاکستان د کمزورو نظم منونکو ځواکونو د درلودلو له وجې دا نه مني چې د هند په وړاندي د هستوي وسلو د کارولو څخه ډډه وکړي او اوس داسې ګامونه پورته کوي چې د « لمړي استعمال » امکان یقینې کړلاي شي . تیره میاشت  نوموړي هېواد نوی توغندی د Hatf IX په نامه و ازمایلو ، دا توغندی ۶۰ کیلو متره واټن وهلی شي او د جګړه ایزو موخو لپاره دی . دوه توغندي د لیږدونکې وسیلي د پاسه په تیوبونو کې وړل کیږي او د لنډي خبرتیا وروسته ویشتل کیږي . ددي توغندیو کوپړی وړي دي ، نیمه کنټرول کیدونکې وسیلي دي د لویو ټانکونو د له منځه وړلو توان لري او د جګړي د ډګر په چار چاپیره د ورانۍ پیښولو او وړانګو اچولو محدوده ساحه لري .

پاکستانې جنرالان وایې ، ښایې د هند د Cold Start دوکتورینو څخه  چې په ۲۰۰۴ کال کې مطرح  شوي  ددوي تاکتیکې وسلي خطر ومومي ، دا دوکتورین د پاکستان په وړاندي یو بشپړ جزا ورکوونکی غیر طبیعې حالت را منځته کوي . د تاکتیکې هستوي وسلو بې اغیزي کیدل پاکستان د بې ثباتۍ د ټکانونو سره مخ کوي . تیري هڅې ټولي ددې لپاره وي چې کتونکي  ډاډ من شي چې اټومي وسلي د تروریستانو او د پوځ  د بې لاري افسرانو په لاس ورنه شي ، اټومي کوپړۍ او د لیږد سیستمونه باید ځانګړي ځاي کې خوندي شي او هغه باید په اسانۍ ونه کارول شي ، د هغو څخه کار اخستل باید د ملي دفاع د قوماندانۍ د واک لرونکو  ( د نظر یووالي ) ټه اړتیا ولري ، ډا ډول قوماندانې باید د بیلا بیلو وزیرانو ، د دري واړو واحدونو د مشرانو څخه چې لمړی وزیر یې  په سر کې وي جوړه وي .

د جګړي ډګرونو ته د تاکتیکې هستوي وسلو نږدی تعبیه کول نوي زیانونه زیږولی شي . د قوماندي او کنټرول تړونونه باید نرم او استازیتوب کوونکې وي . که چیري د هند د غیر مترقبه  یرغل په وړاندي د جګړي د ډګر افسران مخامخ شي ، دوي بیله دي چې خپلي اټومي وسلي یا له لاسه ورکړي او یا یې وکاروي بله لاره نه لري ، پر پوله ناڅاپې یرغل باید د ډیري غټې او مرګونې پیښې په توګه و ارزول شي .

د ډزو پر ځاي خبري کول ؛
په پوله باندي د ستونزي شتوالی تیوریکې مشکل نه دی ؛ دا یو عمومي ځاي دی . په دې نږدي وختونو کې د کشمیر په برخه کې د هند او پاکستان  په پوله د ډزو له کبله یو هندي سرباز مړ شو . داځلي دا عمل ډیر ونه ارزول شو ځکه چې هند او پاکستان  دواړه د دیپلوماتیکو هڅو په منځ کې قرار لري . لیکن د هند لمړي وزیر  Mr Singhخپل امنیتې مسول ته د مسالي د څیړلو لازمه لارښوونه کړي .

په هند کې ځینې کسان هڅه کوي چې د پاکستان سره کړکیچ لږ شي . مستر سینګ  د هند په هغه برخه کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړي چې اوس د پاکستان په قلمرو کې راځې ، هغه غواړي چې دا ستونزه لیري شي ( دده په حکومت کې یو شمیر او یو لړ ناري وهونکي اپوزیشن  ګوندونه  مخالفت کوي ) . هغه  سږ کال « د کرکیټ دیپلوماسي »  په کار واچوله او خپل سیا ل یوسف رضا ګیلانې ته یې بلنه ورکړه چې په نړیوال کرکیټ کپ کې د هند او پاکستان لوبه وګوري . هغه  د سوداګرۍ ، اوبو او تروریسم ضد مسالو په هکله دوه اړخیزه خبري اتري هڅوی ، ښایې دا خبري د څو میاشتو په دننه کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه وشي

 د پاکستان په ملکې خوا کې هم داسې مینه تر سترګو کیږي چې خبري دې وشي . د کشمیر لورته دا څو میاشتې کراري مالومیږي ، ښایې دا موسمې وي . نواز شریف چې د مخالف ګوند مشر دی په  ۱۹۹۹ کال لمړی وزیر وو ، هغه دې ته نږدي شوی وو چې د هند سره د سولي موافقه  وکړي او د مۍ په  ۱۶ مه یې زړورتوب وکړ او ویې ویل ، پاکستان هلته وده کولاي شي چې د « لوي دوښمن» په نامه د هند د ډارولو څخه ډډه وکړي . په جنجالي توګه یې د پوځ په بودجه کې د کمښت راوستلو  اعلان وکړ .

بد ګومانه ټالۍ خوړونکی جنرال کیاني په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې یوه دیپلومات ته ویلي وه ، ما د هند سره د سولي د هڅو ملاتړ کړی . اما په حقیقت کې هغه په دې هکله ډیر لږ څه کړي . پوځ لږ تر لږه ددې سره مینه لري چې د هند د ګواښ معما ژوندۍ وساتې او په دې توګه څپل امتیاز او پړ سیدلي بودجه خوندي کړي .

په ځانګړي توګه دیر شیان خواشینونکې دي . خبري کول  ، یوازي موافقه ښودل ښایې په ساده ډول تروریستان بلي بیرحمۍ  کولو ته وهڅوي . په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیر جنرال محمود علي دورانۍ چې د سولي د خبرو ملاتړ کوي  داسې احساسوي چې پوځې بې امنیتې ډیره غټه ستونزه ده . هغه زیاتوي  « زه فکر نه کوم چې موږ الوزو . امنیتې  اجزاوي  په نظر کې ډیر  بې زړه توب   کوي . دوي فکر کوي چې هند به هیڅکله پاکستان ونه منې ، که لږ چانس برابر شي هند به هغه را وپرزوي » .