دهلمند څپاند سیند دودیزه مشاعره جوړه سوه !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44406
احمدنويدنظري_هلمند
دخبریدو نیټه : 2011-05-28

دهلمندڅپاندسينددوديزه مشاعره دگنوشاعرانواومينه والوپه ګډون دهلمندسيندپرغاړه ترسره سوه.
دغه مشاعره كي هلمندوالي محمدګلاب منګل ،استادمحمدآصف صميم ،ممنون مقصودي اويوشميردولتي چارواكوهم ګډون درلود.
دهلمندڅپاندسينددوديزي مشاعرې چي هركال په لښكرګاه ښاركي په شاندارومراسمولمانځل كيږي يوځل بيادهلمنددسيندپرغاړه خپل يادتازه كړ.
په مشاعره دهلمندوالي اودولتي چارواكوترڅنګ ديوشميرولايتونوشاعرانو،دهيوادتكړه ممثل ممنون مقصودي ،درونداستادمحمدآصف صميم ،مشهورنعت ويوونكۍ قاري سراجي اويوشميرليكوالانوهم برخه لرله.
په پيل كي دهلمندداطلاعاتواوكلتوررئيس عليشاه مظلوميارداطلاعاتواوكلتور دوزيرښاغلي سيدمخدوم رهين هغه پيغام چي دهلمندڅياندسينددمشاعرې په اړه رليږي سوى وو ولوست چي په يوه برخه كي يې راغلي وه.
بيا يومحمدداؤدفرهنګ ددهلمندڅپاندسينددمشاعرې پرتاريخچه خبري وكړې اوښاغلي شاه محمودحسرت يوه مقاله ولوسته چي وروسته هلمندوالي محمدګلاب منګل مشاعرې ته دخپلي ويناپرمهال وويل چي دخلكوپه مرسته امنيت،حكومتداري،بيارغونه،پوهنه ،روغتيا،كلتوراونورو برخوپرمختګ كړى اودغه هڅي لاهم رواني دي.
هلمندوالي روښانه كړه چي هلمنداوس ډيربدلون كړى ،دخلكواودنړئ ورته پام اوښتۍ او اوس  خلك پدې پوه سوي چي دافغانستان له اسلامي جمهوريت سره مرسته وكړي اوخپل راتلونكى تامين كړي.
ښاغلي منګل دمشاعرې دجوړيدوپه برخه كي دادبي بهيرله هڅوڅخه مننه وكړه او ورته يې دادب اوكلتورپه ودپي په برخه كي دمرستي ډاډوركړ.
هلمندوالي دهلمندي فرهنګپالولخواپه فرهنګي چاروكودچټكتيااوپياوړتياستاينه وكړه اودهلمندفرهنګي ډګريې پراخ اوتاريخي يادكړ.
هلمندوالي څرګنده كړه چي سږكال ديوشميردلايلوله امله دتيركال په پرتله دهلمندڅپاندسيندمشاعره په ټيټه كچه ترسره كيږي.
دښاغلي منګل وويل چي دمشاعرې په لوړه كچه لمانځل پدې معني نه ده چي امنيت كړكيچن دى ځكه ټول هلمندوال پوهيږي چي امنيت ورځ تربلي ښه سوى اولاهم دښه كيدوپه حال كي دى.
دهيوادتكړه ليكوال اواديب استادمحمدآصف صميم دخپلي ويناپرمهال وويل چي هلمندكي ډيرسترپرمختګونه راغلي چي پدې هرڅه كي دښاغلي منګل اوخلكوهڅي دستايلووړدي.
نوموړي هلمندي اديبان اوشاعران دښه شعر،ليكني،مقالې،ناول،خبرليكلوته وهڅول اوپدې برخه كي يې له خپله اړخه دمرسته ټټروواهه.
دغه مشاعرې چي دماښام له اتوبجودشپې تردووبجودوام وكړګڼوميلمنواوكوربنوشاعرانوپكښې دسولي،امنيت،ورورئ اوهيوادجوړوني په اړه شعرونه دكليمه كړل چي يوشميرهلمندممثلينوتمثيلي ټوټي هم وړاندي كړې.
دهيواد تكړه اووتلي ممثل ممنون مقصودي چي خلك يې په شادګل هم پيژني دمشاعرې منځۍ برخه په خپل تمثيلي شعرخورانګينه كړه اومينه يې اوبه كړل.
دغه مشاعره چي دمينه والولخواپه چكچكوبدرګه كيده پداسي حال كي پاى ته ورسيده چي لاهم دګڼوشاعرانودزړونوغوټي ناخلاصي په دې تمه پاتي سول چي په راتلونكي كي به دغه مشاعره يوځل بياپه پراخه كچه ولمانځل سي.