داوداسه پټ حکمتونه اوله دي لوری روحاني تعلیم:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44441
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-05-29

فتو ی نمبر(۱۷۷) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه : قمرګله / کونړ ـ
 
محترم مفتي ابوالفضل صاحب اومحترم خالد صاحب ته دي زماسلامونه ورسيږي ـ
له محترم مفتي صاحب څخه زماسوال اوپوښتنه  داده چي په اوداسه چي الله جل جلاله بندګان مکلف کړيدي اودډېروعبادتودپاره يې اودس شرط کړيدۍ اوپه هرشباروز کي يې هرمسلمان نراوښځه وهرلمانځه ته په دې شرط چي اودس يې نه وي  په اودس کولوسره امرکړّی دۍ زه غواړم چي داوداسه ځيني حکمتونه اوپه زړه پوري ګټي راته بيان کړۍ  ـ

الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین . 

محترمومسلمانانوخوندواووروڼوداسلام په هرحکم کي ددنيااودآخرت ګټي موجودي دي که څه هم اسلام مسلمانان په ټولوشرعي کاروکي غالبا دآخرت وګټوته متوجه کوي اودهغوۍ بيان ورته کوي ځکه چي دنيو ګټي فاني کېدونکي دي اودآخرت ګټي ابدي دي اودس چي په اسلامي اعمالوکي يومهم عمل دۍ داهم دډېروغټوديني اودنيوي ګټومتکفل دۍچي له هغوۍ څخه ئې يوشميرګټي اوحکمتونه په دې شرحه دي :
(۱)داوداسه په حکم کي اسلام وانسانيت ته داتعليم ورکوي چي نظافت دانسان دپاره ډېرسترکاردۍ اوبې نظافتي اوچټلي له انسانيت څخه خلاف عمل دۍ،تراسلام له مخه نظافت بیخی داسي وولکه چاچي نه پېژندۍ،دمثال په ډول په مدينه منوره کي يو څاه وه دبيربضاعة په نامه باندي ودغي څاته به خلګومردارۍ هم وراچولې اودباران ابو به هم قسم قسم کثیف اونجس  شیان  ودغه څاته وراچول اودچشلواوبه بې هم له دغي څاه څخه وړلي،داسلام له مخه په مدينه منوره کي ديهودو اوداوس اوخزرج دنظافت حال په دغه ډول وو،تمامي دنيا دنظافت درس له اسلامه څخه زده کړ ـتنهااسلام دۍ چي دظاهري اوباطني درس ئې وانسانیت ته ورکړَیدۍ
(۲) دوهمه ګټه داوداسه داده چي يوسړي چي بې اودسه سی نو له درې قسمه معنوي نقصانوسره مخامخ کيږي(۱)معنوي نقصان دادۍ چي دبې اودسه دسيني  په انشراح اوخلاص والي کي نقصان پیداکيږي (۲) معنوی نقصان يې دادۍ چي دبې اودسه دزړه په انشراح اوخلاص والي کي نقصان پیداکیږي (۳) معنوی نقصان یی دادۍ چي دبې اودسه انسان ه دعقل په صفايي اوروشني اوادراک کي نقصان پیداکیږي اوکله چي انسان اودس وکړي نوهم يې دزړه اوسینې انشراح اضافه کږي اوهم يې دعقل صفاوالۍ اورڼازياتيږي (۴) عظيم حکمت په اوداسه کي دادۍ چي شريعت په ډېروظاهري اعمالوکي  وانسانانوته دمعنا اودحقيقت اودروحانيت اودباطن په اړه درس اوتعليم ورکوي،اسلام چي مسلمان په دې سره امرکوي ياپه طريقه دوجوب ياپه طريقه داستحباب چي دّي بايدپه اوداسه سره عبادت کوي او په اوداسه  سره بيديږي  اوپه اوداسه ګرځي نوپه دغه ظاهري عمل سره اسلام مسلمان دباطن وپاکوالي ته متوجه کوي چي مسلمان بايدهروخت دخپل باطن دطهارت خيال وساتي په دې ډول چي نه ظاهری نجاست وباطن ته داخل کړي لکه حرام خوراک اوچشاک  اونه بايدپه باطن کي نجس خویونه په ده کي موجودوي لکه کبر،عجب ،بخل ، غرور، بزدلی ، بدااعتقادی ، نفاق ، حسد وغیره همداسبب دۍ چي په شريعت کي له اوداسه څخه دفارغ کېدو په حال کي داسي دعاراغلې ده چي « اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين » ـچي دتوابین په لفظ کي وباطني طهارت ته اشاره ده
مطلب دادۍ چي يوغټ دافسوس ځاۍ دادۍ چي داسلام دهرحکم له ګټواومنافعوڅخه  کافران خبرداره دي اوڅېړلي اودرک کړي يې دي اومسلمانان ورڅخه په تمامه معنا په غفلت کی دي ـ
وهرمسلمان ته داپه کاردۍ چي دشريعت دهر حکم له مادي اومعنوي ګټوڅخه ځان خبرکړي اودهر شرعي کارله ظاهر څخه دهغه وحقيقت اووروح ته توجه کونکۍ وي ـ ریاض السنن ج۲وغیره ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ