بداعتقاده امام اودسودخوردلورسره نکاح اودهغه ډوډۍ :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44481
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-05-31

فتو ی نمبر(۱۸۲) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :

مننه محترم اوقدرمن مفتی صاحب! اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
دلوۍڅښتن(ج) نه درته نورزیات بریالیتوب غواړم.
محترمه زه محمدنورڅولنډی پوښتنی لرم که یی ځواب راکړی ډیربه ممنون شم.
    ۱...   ه هغه امام پسی لمونځ روادی چی دنبی (ص) په علم غیب باندی قایل وی ،اوپه دی اړوند مختف دلایل وایی
 ۲...  ږیره خرییونکی یا ږیره ډیره لنډوونکی امام ته رواده چی وڅو کسانو ته لمونځ ورکړی اوکه یی یواځی ځانته وکړی یا یی په ممدودی یاهغه امام پسی وکړی چی دعلم غیب منوونکی وی.
۳..  دسود خور لور سره نکاح څرنګه ده.اود سود خور دلاس خوراک یاورسره ناسته پاسته څنګه ده.
د لوی خدای نه دښه صحت غوښتونکی یم
په درناوی ـ

الجواب وهو الموفق للصواب  :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین . 
محترمه وروره ! ستا د اولي پوښتني جواب دادئ چي علمِ غيب خو أصلا د الله پاک خاصه ده ، په عام او په کلي ډول چي څوک علم غيب و نبي (صلی الله عليه وسلم) ته ثابتوي نو دا په حقيقت کښي د کفر عقيده ده ، پدغه ډول امام پسي بايد لمونځ ونکړ سي  .
او که لمونځ  پسي وکړي نو راګرځول يې واجب دي .
په هغه امام  پسي چي ږيره خرييي او يا کوچنۍ کوي يې هم لمونځ مکروه تحريمي دئ ، که څه هم ځينو علماوو ويلي دي چي څرنګه چي د جماعت لمونځ ډير فضيلت لري نو که بل څوک نه ؤ بيا دي لمونځ پسي وکړ سي چي د جماعت د لمانځه فضيلت او ثواب پر مخ پاته نسي  .
خو ځما د تحقيق مطابق پدغه ډول امام پسي لمونځ کول (سره له دې چي مکروِ تحريمي خو په اتفاق دئ ) ددې سبب ګرځي چي يو څو ورځي بعد يو شپږ اوه نور ږيره خرييلي او ږيره کونډيان ملايان پيدا سي ، نو حتمًا بايد لمونځ پسي ونکړ سي  .
په ملايانو کښي که څه هم د هر قسم بد عَمل والا پيدا سويدي خو ودغه کار ته تر اوسه چا لاس نه ؤ ورأچولئ ؛ ځکه چي دوۍ پدې  پوهيدل چي پدغه کار سره موږ بيخي صفر ګرځو ، دادئ اوس يې ودې کار ته هم لاس ورأچولئ دئ  .
او مودودي ملايان لکه د ملنګ ګودړۍ سره ګډ وډ خلګ دي ؛ ځکه دا يو سياسي پارټۍ ده ، د مذهب علمآء هم ځيني پکښي سته او بې مذهبه هم ، ږيرهور هم سته او هغه ملايان هم ډير پکښي دي چي ږيره کونډۍ کوي يا يې خرېيي ، که بل څوک پيدا کيدئ نو په هغه ږیره والا پسي يې هم بايد لمونځ ونکړ سي ، او که بل څوک نه ؤ نو بيا په مودوديانو کښي داسي ملا چي ظاهره د ږيري خرييل يا کونډۍ کول پکښي موجود نه وي او د عقيدې نقصان يې هم نه وي ښکاره سوئ نو په هغه پسي لمونځ کول پروا نلري . 

د سود خور سړي له لور سره خو نکاح روا ده ، خو له تقوا او ديندارۍ څخه مخالف کار دئ ؛ ځکه الله پاک هر مسلمان پدې سره مکلف کړئ دئ چي له بدکاره خلګو سره به د خدائ دپاره بُغض کوي ، اختلاط به نه ورسره کوي ، او د حرام خوره سړي د ډوډۍ له خوړلوڅخه شريعت ومسلمانانو ته منع کوي ، خاص بيا داسي حرام خور لکه سود خور  .
امام شعراني (رحمه الله) په «لواقح الأنوار» کښی ذکر کړيدي چي هغه طالب العلم چي د هر کور ډوډۍ خوري (يعني پدې کښي فکر نکوي چي ددغه کور والا حلال کسب کوي او که ناروا) نو و داسي طالب ته سبق ويل ناورا دي ، او په «شامي» او «الفقه في ثوبه الجديد» کښي دا مسئله ذکر ده چي د يو سړي که مال حرام ؤ له دغه مال څخه يې د خيرات او ثواب په نيت و يوه مسکين ته يو شئ ورکړ او هغه مسکين دُعا ورته وکړه ، او بل سړي بيا پر دغه دُعا باندي آمين ووايه نو دغه درې سره نفره کافران سول  .
نو محترمه ! د سود خور د لور سره چي څوک نکاح وکړي نو پدې کښي يو تاوان دادئ چي ددغه سړي په نسل کښي د نقصان او زيان خطر موجوديږي ، او بل ددغه سړي په زړه کښی له دغه سود خور سره مينه او محبت پيدا کيږي ، سره له دې چي شرعًا دَئ بايد د سود د ګناه په وجه بغض ورسره وکړي . او بل يې اختلاط ورسره راغلئ ، خامخا به د هغه په کور کښي خوراک او څښاک کوي ، په يوه روايت کښي راغلي دي چي يوه روپۍ چي په سود څوک وګټي نو دونه ګناه لري لکه د کعبې شريفي په نس کښي چي له خپلي مور سره اويا (۷۰) واره زنا وکړي   .
والسلام ومن الله التوفيق  .