په كندهار كي د فوټبال د منتخبې لوبډلې د جوړولو په موخه د فوټبال لوبې تيره ورځ پاي ته ورسيدي.
دغه سيالۍ د ۱۲ الف لوبډلو ترمنځ پيل سوي وي چي په لومړي ځل يي اراكوزيا اتلولې خپله كړه.
د فوټبال دغه لوبې د منتخبې لوبډلې د جوړولو په موخه د ورې د مياشتې پر څلورويشتمه پيل سوي وي چي د تيري پنج شنبې ورځي پاي ته ورسيدي.
ددغه غوراوې سياليو اتلولي د اراكوزيا فوټبال لوبډلې د عينومينې ټيم ته د۴ - ۱ په ماتې وركولوسره خپل كړه.
د اراکوزيا فوټبالې لوبډلې چې تر ډېره له نوو ځوانو لوبغاړو جوړه ده،دايې لومړنۍ اتلولي ده، چې د ټول کندهار د الف لوبډلو تر منځ يې خپلوي.
د فوټبال دغه لوبې په احمدشاهې ورزشي سټوډيوم كي په لاره اچول سوي وي،چي د پايلوبې ليدنې ته يي د پخوا په پرتله ډير نندارچيان راغلې وه.
دیادلو وړ ده چي په کندهار کي ارکوزیا افغان اعلانات یوازنئ شرکت دي چي دارکوزیا فوټبال لوبډلي ته دنړیوالو لوبډلو په څیر د لوبغاړو منظم تمرينونه،میاشتني لګښتونه ، لوبغاړو ته میاشتنۍ مادي معاوضه ، کوچ ( روزونکي ) له تیرو څوکلونو راهسي برابروي .همداراز دارکوزیا د لوبغاړو ترمنځ همږغې، متقابل احترام او سپورټي اخلاق چي د لوبې په ګټلو كي غوڅه مرسته كوي دیادي لوبډلي خاصي ځانګړني بلل کیږي .
د اراكوزيا ټيم لوبغاړې پدي بريا لاسته راوړو سره خوشحاله ښكاريدل.
د كندهار د فوټبال منتخبې لوبډلې د جوړولو هڅه هغه مهال پيل سوه،چي ددي ولايت د لوبډلې تيركال د زونونو ترمنځ په لوبو كي لوي شكست وخوړ.
له هغې ماتې وروسته ددي ولايت د المپيك امريت مشران د لوړپوړو چارواكو،او عامو وګړو له سختو نيوكو سره مخ سوه.
د سپورټ او بدنې روزنې فنې مرستيال مدير آغا وايي ددغو لوبو موخه دا وه چې د کندهار لوبډله د تيركال ماتې جبران كړي.
ګڼ ورزشكاران تراوسه لاهم ددي ولايت د سپورټ د اداري پر چارواكو نيوكه كوي چي ګواكې هغه دوي ته د ورزشې اسانتياوو په برابرلو كي پاته راغلې دي.
دارکوزیا شرکت مشر نسیم خان شریفي د پورته نیوکو په تړاو وائې (( دکندهار چارواکي له لویه سره دځوانانو په سالمه روزنه او هڅونه کي پاته راغلي دي . ددې په ځای چي دکندهار چارواکي ځوانانو ته روزنیز پرګرامونه او سیالۍ په لاره واچوي . برعکس دځوانانو څخه دخپلو شومو اهدافو لپاره په سیاسي چارو کي دیوې مهرې په څیر کار اخلي ))
دکندهار یوبل وتلی فوټبالر نبي هم ورته نظر لري نوموړی وائې (( دکندهارچارواکي هرکله چي دسیاسي او امینتي نیوکو لاندي راسي نو بیا ئې ځوانان او سپورټ په یاد سي او سیالۍ په لاره واچوي ترڅو دمطبوعاتو له لاري خلکو ته وښئ چي دلته خیراو خیریت دي ځونان دادي لوبي کوي . دلته دسپورټ په برخه کي هیڅ کله چارواکي رشتیني ندي ثابت سوي ))
د فوټبال دغه تورنمنټ په داسي حال كي تر سره كيږي چي له نوي هجري كال راپدي خوا پدي ولايت كي د كريكټ او بدنې ښكلا راوروسته د بلې هيڅ لوبې سيالي په لاره ندي اچول سوي.
او نه هم ددي ولايت كوم لوبغاړي په ملي سياليو كي لوبې كولو لپاره چيرته سفر كړي.