دخوف له وجي جماعت ته نه تلونکئ تارک الجماعته نه دئ :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44566
دارالافتآء ابوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-06-04

فتو ی نمبر(۱۸۵ ).


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي  : احمد ضیا حقمل


اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
بعدله سلامه محترم مولوی صاحب خدای دی وکړی چی جوړ اوروغ یاست : زما پوښتنه  داده که چیری یوسړی له یوی بیری له امله مسجد ته دجماعت د لمانځه لپاره نسی تللای نو دی په کور کی یا په یو خوندی ځای کی لمونځ یوازی کوی بی جماعته نو ایا دغه سړی هم تاریک الجماعت کی راځی اوکه نه ډیره مننه


الجواب وهو الموفق للصواب  :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین . 
محترمه ودغه سي چاته بالکل لمونځ په کورکښي بې مسجده روادئ خوداخبره بایدپه یادولرۍ چي په کورکښي دوه نفره بايد په جمع سره لمونځ وکړي اویاکه څوک نه وي تنها اقامت وکړي اودجماعت په نيت دي خپل لمونځ وکړي ؛ ځکه که نور هيڅوک نه وي ملايکه او پيرانان په سړي پسي دريږي او لمونځ پسي کوي .
حتی که سړئ تنها په دښت (بيابان) کښي راروان وي نو بايد اذان او اقامت وکړي او د جماعت په نيت لمونځ وکړي  ، داډيره ضروري خبر ده ، او عمومًا مسلمانان ورڅخه غافل دي  .
د جماعَت لمونځ چي د کور د لمانځه په نسبت اوويشت (۲۷) يا پنځه ويشت (۲۵) درجې زيات دئ دا صرف هغه لمونځ نه دئ چي په مسجد کښي يې سړئ په جماعَت وکړي ، بلکي فقط چي په جُماعت سره لمونځ وکړ سي که څه هم په کور يا بل کوم ځائ کښي وي نو دغه لمونځ تر تنها لمانځه په (۲۷) درجې بالا دئ ، هو ! په مسجد کښي لمونځ بيا تر دغه اضافه نور فضيلت لري  .
هر چيری چي دوه نفره موجود وي او د لمانځه وخت باندي راسي ، مسجد نه وي ، يا ومسجد ته نسي ورتللائ نو اقامت دي وکړي ، يو دي امام سي او بل دي اقتداء پسي وکړي ، أمي توب په دې باره کښي مانع نه دئ ، که ملا نه ؤ نو يو امي دي مخکي سي بل ته دي لمونځ ورکړي  ، او که بيخي دوهم نفر نه وي يو سړئ وي له ځانه سره دي اقامت ووايي ، او په نيت د جماعت دي لمونځ وکړي   .
که يې په کور کښي ښځه وي يا يې کوچنئ يا لوۍ اولاد وي هغه دي په ځان پسي ودروي او لمونځ دي په جمع ورکړي  ، دا ډيره غټه بدبختي او ناپوهي ده چي د ټولو خلګو دا عادت ګرځيدلئ دئ چي که ملا نه ؤ ورسره ، يا مسجد نه ؤ نو دوۍ که سل نفره سره يو ځائ وي هم هر يو تنها تنها لمونځ کوي ، او د جماعت لو لوۍ فضيلت څخه ځان محرومه کوي  .
(حلبي کبير شرح منيه وغيره )  .

 والسلام ومن الله التوفيق  .