د کامل د دوو پوښتنو جواب :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44567
دارالافتآء ابوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-06-04

فتو ی نمبر (۱۸۶) .


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي   :  کامل .


محترم مولوی صاحب دبینوا ویبپاڼی ګرانو اومحترموکارکونکو نیکی هیلی اوتاوده سلامونه می ومنی.
پس له سلامونوزه یوپوښتنه لرم دمحترم مولوی صاحب څخه اوهغه داسی ده
که یونارینه شخص کمیس کښلی وی اوهغه یوقسم انګیا یی اغوستی وی چه لستوڼی یی ترڅنګلوپوری نوی اوږده آیالمونځ یی صحت لری اوکه نه،اوبله داچه دنارینه دعورت په هکله که څه ناڅه معلومات راکړی ډيره به ښه . په احترام ستاسور ورور کامل تنه

 

الجواب وهو الموفق للصواب  :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین . 
محترمه لمونځ خودداسي چاصحیح دۍ اوکه ئې داډول جامه دجائزضرورت په وجه اغوستې وه نوبیاخوهیڅ پروانلري اوکه ضرورت نه وونوبیاپه دغه ډول جامه کي دلمانځه له شان سره بې ادبي ده مسلمان بایددلمانځه پرمهال په ډېرادبناک لباس کي لمونځ وکړي الله پاک فرمایلي دي (خذوازینتکم عندکل مسجد) .
 او عورت دنارینه له نامه څخه لاندي بیاترزنګنوپوري دئ اوزنګنونه په عورت کښي داخل دي اونو (نوم) نه دئ پکښي داخل .
(هدايه شامي  درمختار وغيره)  .