فتو ی نمبر(۱۸۸) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : جان محمد .
محترم اوقدرمن مفتی صاحب! اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
دلوۍڅښتن(ج) نه درته نورزیات بریالیتوب غواړم.
محترمه زه یوه پوښتنه لرم هغه داده چه په ما بنده باندی څو څو واری کوډی شوی او کیږی له مختلفو ملا صاحبانو نه می دیری رد نامی (رد جادو) اخستی خو کوم فایده راته نه ده کړی نو که تاسو محترم یوه د حل لار راوشیی د الله د رضا لپاره ځکه زه دیر په تکلیف یم حتا نیږدی ده چه ما او میرمن سره جلا کړی نو هیله کوم چه زر جواب راکی یا کوم ادرس راکی د یو ښه عالم چه زه ورته ورشم .
ستاسو د جواب په هیله
الجواب وهو الموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعين .
محترمه وروره ! ته به پحپله يا په يوه عالم باندي ۷ واره سورة الفلق او ۷ واره سورة الناس وليکې ، او کوم رنګ چي ته دا ليکنه کوې يو څه د زمزم اوبه به هم ورسره ګډي کړې ، بيا به دا و اوبو ته ورواچوي ، او په هغو اوبو به هم يو څه د زمزم اوبه ګډي کړې ، بيا بې ۱۱ ورځي ته او ستا د کور ټول اوسيدونکي د ورځي درې واره ، درې درې غوړپه په بسم الله سره کوۍ ، او يو څه به پر ځان باندي پاشۍ .
بيا به ماته حال راکړۍ .