د کرايې په مکان کښي زکات نسته :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44652
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-06-08

فتو ی نمبر(۱۹۶) .


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي   : حبیب الله  .

محترم مفتی  ابوالفضل صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمه  الله رب العالمین دی په علم او وجود کی نور هم برکات واچوی . سوال دادی چه که یو شخص  کور ولری او هغه یی په کرایه ورکړی وی نو ددی زکات به په څه ډول ورکوی. د کرایه په پیسو کی او که کور به قیمت کوی او د قیمت  نه به زکات ورکوی
والسلام

 

 

الجواب وهو الموفق للصواب :

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم   .
محترمه وروره ! د کرايې مکان چي يو څوک لري ، او د کرايې دپاره وي نه د تجارت دپاره نو بيا پدغه مکان کښي زکات نسته ، البته که د مکان کرايه دونه ډيري پيسې سي چي تر حاجت زياته حصه يې د زکات د نصاب و اندازې ته ورسيږي ، او کال باندي تیر سي نو بيا زکات باندي لازم ګرځي   .
(الفقه في ثوبه الجديد / والفقه الحنفي ) .


والسلام ومن الله التوفيق  .