د اولاد د نه پيداکيدو يو روحاني علاج ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44653
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-06-08

فتو ی نمبر(۱۹۷) .


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  نور احمد   .

 

سلامونه او نیکی هیلی دبینوا سایټ وټولو کار کوونکوته او په خاص ډول محترم مولوی صاحت ته وایم هیله ده چی روغ او جوړ به اوسی او مولوی صاحت ته دی رب ددی ستر خدمت بی شمیره عیوضونه ورته ورکړی .
او  ورسته تر هر څه نه زه یوه خواست لرم دمولوی صاحب څخه هغه په دی ډول دی : چی مولوی صاحب زما دواده اوس  یوکال پوره کیږی خوزما دکوم اولاد نخښه نه معلومیږی او هیڅ علت یی هم نه راته معلومیږی که چیری مولوی صاحب ما او زما میرمنی لپاره داسی کوم څه راوښوی تر څو مو ضرورت په پوره سی ډير به ښه وی مطلب می د عا څخه دی ډیر به خوښ سم په مننه سره

 

 

الجواب وهو الموفق للصواب :

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم   .
محترمه وروره ته او ستا ښځه به دوه کاره وکړۍ : اول دا چي په يو متقي او پرهيزګاره عالِم به دغه مبارک آيت (۷) واره جلا (۷) واره بيا جلا وليکې ، يو ځائ به و اوبو ته ورواچوې او د زمزم اوبه به ورسره ګډي کړې ، او (۱۳) ورځي به د ورځي درې درې واره دغه اوبه هر يو درې غوړپه په کوۍ او يو څه به پر ځان پاشۍ  .
او دا بله حصه به فوټوکافي کړې او یوه حصه به ته تعويذ کړې او بله حصه به دي د کوروالا تعويذ کړي او په غاړه دې وځړوي  ، آيت دادئ  :
  وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى بَلْ لِلَّهِ الْأَمْرُ جَمِيعًا أَفَلَمْ يَيْئَسِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا تُصِيبُهُمْ بِمَا صَنَعُوا قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِنْ دَارِهِمْ حَتَّى يَأْتِيَ وَعْدُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ   .
 (الرعد: 31)
او دوهم کار دادئ چي دواړه به له هر لمانځه څخه وروسته سل سل واره دغه قرآني دُعا واياست  : « رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ »  انشآء الله مشکل به مو حل سي  .


والسلام ومن الله التوفيق  .