دمقام ابراهيم په اړه معلومات :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44715
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-09-16

فتوي نمبر (۴۲۵)
مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي: سردار
محترم مولوي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، زه داسي سوال لرم :
سوال : محترم مفتي صاحب که که مقام ابراهيم په اړه يوڅه مفصل معلومات راکړئ ډېربه ښه وي ـ
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

قدرمنه وروره اوس دمقام ابراهيم ويوڅه تفصيل ته متوجه سه ـ
اول،   دمقام لفظ په زوَردميم سره په لغت کښي ودرېدلواووځاۍ ته ددرېدلوويل کيږي مصدراواسم ظرف دواړه راغلۍ دۍ،       القاموس المحيط(قوم) بصائرذوی التميزج۴ص۳۱۰ ـ
دوهم، مقام ابراهيم له کوم شي څخه عبارت دۍ؟
په دې باره کښي مختلف قولونه راغلي دي او ل قول دادۍچي هغه ټول ځايونه مقام ابراهيم بلل کيږي په کوموکښي چي مناسک دحج اداکيږي،
دوهم قول دادۍچي مقام ابراهيم  عبارت دۍ له عرفات اوله مزدلفې اوله دريوجمرو،شيطانانوڅخه ـ
دريم قول دادۍ چي وټول حرم ته مقام ابراهيم ويل کيږي خودغه درې سره قولونه مرجوح،ضعيف اوناسم بلل سويدي ـ
څلورم   قول دادۍ چي مقام ابراهيم عبارت دۍ له هغه حجر او ډبري څخه چي دهغې ترشا دطواف دوه رکعته لمونځ حجاج کرام اداکوي اوټول خلګ يې مقام ابراهيم بولي،دغه قول جمهوروعلماوو او محققينو دمفسرينوصحيح قول بللئ ئ .
 ( انظرتفسيرطبرۍج۲ص۵۳۷،تفسيرقرطبي ج۲ص۱۱۲، تفسير کبير ج۴ص۵۳، روح المعاني ج۱ص۳۷۹،فتح الباري ج ۲ ص۴۹۹  )  .
دريم :  ودغي مبارکي ډبري ته ولي مقام ابراهيم ويل کيږي؟
 ددې اوله وجه داده چي کله چي ابراهيم دکعبې شريفي بناکوله اوبيادکعبې شريفي ديوال لوړسونو اسماعيل عليه السلام دغه مبارکه ډبره ورته راوړه نوبيابه ابراهيم عليه السلام پردغه ډبره باندي درې دۍ اودکعبې شريفي بنابې کوله اودوۍ دواړوبه داسي ويل
(ربناتقبل منّاانک انت السميع العليم)
لکه چي په بخاري شريف کښي په يوه حديث کښي چي له ابن عباس رضي الله عنه څخه يې روايت کړۍدۍ دامضمون راغلۍ دۍ،داخويوه وجه سوه ددې چي ودغي مبارکي ډبري ته مقام ابراهيم ويل کيږي ـ
وهمه وجه يې داده چي په هغه وخت کښي چي ابراهيم عليه السلام حضرت  اسماعيل اودده موربي بي هاجره رضي الله عنها دکعبې شريفي په شاوخواکښي پرېښودل اوبياسماعيل عليه السلام ځوان سواوواده يې وکړ نوپه داسي حال کښي چي اسماعيل السلام له کورڅخه دباندي وتلۍ ووحضرت ابراهيم عليه السلام دده دزيارت او دحال پرسۍدپاره دده وکورته راغلۍاوداسماعيل عليه السلام  دنه موجوديت په سبب يې اراده وکړه  چي بيرته ولاړسي داسماعيل عليه السلام ښځي دده داکرام اواحترام په خاطر له ده مبارک څخه وغوښتل چي زه به دي سردرپريولم بيابه ولاړسي نوپه داسي حال کښي چي ابراهيم عليه السلام پريوه حيوان باندي سپورؤدغي ښځي دغه ډبره کومه چي اوس مقام ابراهيم ورته ويل کيږي راواخستله اودده مبارک ترراسته پښه يې لاندي کړه بيايې دده دسرراسته خواورپريوله بيايې دغه ډبره دده له راسته پښې څخه راوکښله په داسي حال کښي چي دد مبارک پښه په دغه ډبره کښي ننوتلې اوپټه سوې وه بيايې دده ترچپه پښه لاندي کړه اودده مبارک دسرچپه خوايې ورپريوله بياچي يې کله ډبره دده له چپه پښې څخه راليري کوله نوچپه پښه يې هم په ډبره کښي ننوتلې اوپټه سوې وه،دادوهمه وجه سوه ددې چي ودغي ډبري ته مقام ابراهيم ويل کيږي، مګردغه روايت مفسرينوکمزورۍ ګڼلۍ دۍ،
تفسيرطبري ج۱ص۵۳۷،تفسيرکبير ج۴ص۵۳،تفسيرقرطبي ،ج،۲، ص،۱۱۳،
اودريمه وجه يې داده چي کله چي ابراهيم  عليه السلام دکعبې شريفي بناوپا ۍ ته ورسوله اودالله جل جلاله له طرفه  حکم ورته وسو چي په خلګوکښي اعلان دحج وکړه اوجبرئيل عليه السلام ورته راغلئ اومناسک دحج يې وروښودل  ، نوابراهيم عليه السلام پردغه ډبره ودرېدئ اوخلګ يې دحج دمناسکوواداکولوته راوبلل.
والسلام ومن الله التوفيق ـ