فتوي نمبر (۴۲۶)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي: نوراحمدکنړـ
وقدرمن ابوالفضل صاحب ته نبوي تحفه وړاندي کوم السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته هيله ده چي جوړاوروغ ياست ، زماپوښتنه داده چي حج په کومه سنه کي فرض سويدئ ،
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره په تاريخ کي دفرضيت دحج يوڅه اختلاف سته صاحب د«الحج المبرور»دخپل کتاب په اولسم مخ کي اوملاعلي القاري دخپلي فتاوی ج۲ ص۲۰۰کي ذکرکړيدي چي جمهورعلماء پردې باندي دي چي حج په نهم کال دهجرت فرض سو ، اوپه دغه کال مسلمانانوحج په داسي حال کي اداکړچي نبي عليه الصلاة والسلام حضرت ابوبکررضي الله تعالي عنه پردوئ باندي دحج اميرمقررکړيوواوپه لسم کال دهجرت نبي عليه السلام په خپله وحج ته تشريف يووړئ چي ودغه حج ته حجة الوداع ويل کيږي ـ
اوصاحب دحج مبرورداهم ويلي دي چي صحيح خبره داده چي حج دابراهيم عليه السلام له وخته پرمسلمانانوفرض کړسويوو اسلام دهغه فرضيت تأکيدوکړ ـ
اودملاعلي القاري له کلام څخه داهم فهميږي چي دځينوعلماووپه قول حج په اتم کال دهجرت فرض کړسويدئ کوم چي دمکې مکرمي دفتح کال وو ، په دغه کال کښي حج دعتاب بن اسیدپه مشرتوب کي ترسره سويدئ کوم چي له فتح دمکې څخه وروسته نبي عليه الصلاة والسلام دمکې اميرمقررکړئ وو ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ