د افغانستان د خپلواکۍ ٩٢ کليزه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44723
کاظم بيمار ننګرهارى د کابل پوهنتون استاد
دخبریدو نیټه : 2011-09-17

 

د ګران هيواد د خپلواکۍ او ازادۍ ٩٢ کليزه دسپټمبر د مياشتي په نهمه  ٢٠١١ کال  د جمعي په ورځ د ماښام په شپږ نيمو بجو د شمالي کاليفورنيا د نيوارک په ښار د چاندني په رستورانت کي چه تقريبا څلور نيم سوه افغانانو په کي برخه اخيستي وه په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه. دغي غونډي يو خاص خوند او مزيت درلود او هغه دا چي پدي غونډه کي د پاچا امان ا لله  لور، شاه دخت هنديه د افغانستان ،پکي هم برخه اخيستي وه. په همدي لحاظ د غونډي برخه لرونکي زياتره ميرمني او نجوني وي. دا غونډه د سانفرانسسکو د بى اريا  د ١١ کميټوپه وسيله  ترتيب شوي وه.  دغوندي نطاقان ، دکلتوري ټولني مشر محترم نصير ياسيني او محترمه سهيلا هاشيمي وو. د غونډى عمومي کنترولر او لوي مشر محترم ډاکتر سيد عبدا لله  کاظم و، چي د شاه دخت تر څنګ تر اخيره پوري ناست و.           
غونډه د شپږو بجو  پر ځاي په شپږ نيمو بجو د مازديګر   دقران عظيم الشان د څو  اياتونو  په تلاوت  د قاري سجادي  په قرائت شروع شوه. ددي نه وروسته محترمي سهيلا  هاشيمي د غونډي د عمومي مشر ډاکتر سيد عبد الله کاظم نه وغوښتل چي خپله بيانيه وړاندي کړي. مګر د تخنيکي  خنډونو له امله دده وينا  سمه وانه وريدل شوه. ده پخپله وينا کي، شاه دخت هنديه د افغانستان ،ته ډى غونډي ته ښه راغلاست ووايه او د اعليحضرت امان الله رول يي د وطن په ازادۍ او خپلواکۍ کي وستايه او د هغه خدمتونه يي د قدر وړ وبلل.
د غونډي بل خبري کوونکى محترم ډاکتر قيومي د سان هوزى د پوهنتون رييس و. ده  د ازادۍ اهميت ته د هيوادونو په پرمختګ  ګوته ونيوله او هغه يي مهم وباله، او بيا يي د افغانستان د ازادۍ لپاره د خلکو پاڅون د اعليحضرت امان الله په وسيله ارزښتناکه وانمود کړ، ده وويل چه ازادي اخيستله کيږي لکه چه زمونږ خلکو واخيستله.
د کلتوري ټولني مشر ښاغلي ياسيني بل ګډون کوونکى، پوهاند ډاکتر حسن کاکړ، چي ډير تاريخي اثاريي ليکلي او جامعي ته يي وړاندي کړيدي، معرفي کړ. پوهاند کاکړ، پخپله پښتو ليکل شوي بيانيه کي حاضرينو ته وويل چي د افغانستان ازادي د پاچا امان الله د قوي ارادي او کلک عزم محصول دى، د ه د پاچا امان الله د دوري مهمو کارونو ته ګوته ونيوله اود پاچا رويه يي د خپلو هيوادوالو سره په زړه پوري وبلله ، د هغه پلانونه يي د هيواد د پرمختګ ا وانکشاف لپاره مهم وګڼل او هغه يي وستايل. ده د پاچا د لور خدمتونه  چي تر اوسه يي کړيدي هم  با ارزښته وبلل.ده پاچا امان الله او ملکه ثريا د ښځو د نهضت  مخکښان وشميرل.
دده څخه وروسته د غونډي لوي مشر ډاکتر کاظم بيا د مکروفون مخي ته راغي او د حاضرينو د توجه څخه يي په دري ژبه  مننه او تشکر وکړاو ويي ويل چي دسپلين بايد مراعات شي. او داسي يي ادامه ورکړه چه شاه دخت هنديه غواړي چي ستاسي د ټولو سره يو په يو خبري وکړي او عکسونه درسره واخلي، چي دا کا ربه لږ مشکل وي، ځکه چي دلته تقريبا ٤٥٠ کسان تشريف لري ا ودا يوه ٨٢ کلنه شاهزاد ګۍ ده. خو بيا هم به د هر ميز د نفرو سره يو عکس واخلي.
له دى نه وروسته د خبرو نوبت انجنير فريد ورډک ته ورسيد. انجنير وردک خپلي ليکلي خبري په دري ژبه حاضرينو ته واورولي. کله چه انجنير وردک پاچا امان الله ته  د ولاحضرت کليمه پرله پسي استعمال کړه، ډاکتر کا ظم ور پا څيد او ورته يي وويل  چي پس له دي د اعليحضرت کليمه  استعمالوه.
انجينير وردک هم د پاچا او ملکي خدمتونه د وطن دازادۍ او د ښځو د نهضت په  هکله وستايل.
د انجنير وردگ د خبرو څخه وروسته ، مهريه رشيد ، بينش، البرټ، د مايکروفون مخي ته راغله او د شاه دخت هنديه د افغانستان، لنډي سوانح يي ولوستلي. مهريه رشيد البرټ وويل چي شهزادګۍ دوه واري ودونه کړيدي. لمړى واده يي د يوه ايراني سره وو چه د هغه واده ثمره  دوه لورګاني دي، او دويم  واده يي د يوه افغان سره وو چه ددي واده ثمره يو زوي دى چه سکندر خان نوميږي. ميرمن البرټ د شهزادګۍ خدمتونه د افغانانو د جهاد نه تر اوسه چي د جنګ ځپلو ماشومانو طبي پاملرنه يي کړي او کوي يي وستايله.
د پروګرام پدي برخه کي نوبت سلايد شو ته ورسيد ، چي د محترم ډاکتر عبد الرحمان زماني په وسيله په دري ژبه ترتيب او تنظيم شوي و، حاضرينو ته وښودل  شو، چه د پاچا د لور ډير خوښ شو.
ددي پروګرام په پاي کي نوبت د پاچا لور، هنديه د افغانستان، ته ورسيد. دلته د يادولو وړ ده چي وويل شي چه ټول مجلس د پاچا د لور د خبرو انتظار درلود. د پاچا لور په دري ژبه خپلي خبري شروع کړي.
شاه دخت در سخنان خود فرمود که: از کجا شروع کنم! من به شما چيزهاي را مي گويم که گفته نشده باشد. در مورد کار خود و تداوي اطفال جنگ زده أي افغان شاه دخت گفت که من به اجازه دولت ايتاليه به اوردن اطفال  زخمي و جنگ زده براي تداوي شروع نمودم در اول ١٥ اطفال از اطراف و اکناف وطنم بودند بعدا ٣٠ و پسانتر تعداد شان به ٦٠ نفر رسيد. در مورد عمليات و تداوي شان شفاخانه هاي ايتاليه مساعدت مي کردند. اما بعد از عمليات شفاخانه  ها انها را نگهداري نمي کردند، من انهارا به خانه خود نگهداري و حفاظت مي کردم.
 در مورد استقلال وطن يا داور شد و گفت که در جنگ ازادي وطن نام هاي جنرال صالح محمد خان، جنرال عبدالقدوس خان و جنرال نادر خان قابل يااوري هستند.
شاه دخت از قول پدر مرحوم خود گفت که، ازادي گرفته مي شود، بدين ملحوظ شاه امان ا لله تصميم مردم خودرا براي اخذ ازادي به  انگليس ها اعلان نمود، و جنگ ازادي به  شهامت و زور مردم غيور افغانستان به نفع مردم ما به انجام رسيد، ازادي را به دست اورديم ، اما براي نگهداري ا ن به قول پدرم به  تعليم و تربيه و رشد ذهني  اشد ضرورت ا ست.
 پدرم ،شاه امان الله، عقيده داشت که، ملت بيسواد ازاد نيست. به همين ارزو او مکاتب ذکور و اناث را تا سيس  نمود. اوکار  مهم ديگري را که انجام داد اين بود که غلامي و بردگي را لغوه اعلام کرد و گفت که حقوق همه مساوي است. براي بندي ها در مقابل کار اجوره را تجويز نمود. سفارتخانه ها را در بسياري مملکت  هاي پيشرفته افتتاح نمود. جوانان، اعم از زنها و مردها را براي تحصيلات عالي به کشور هاي ترکيه، المان و ديگر ممالک جهان فرستادند.
 واردات ،و ورود پارچه هاي خارجي براي کالاها را ممنوع قرار داد، و خريد پارچه هاي داخلي را تشويق نمود. او اولين قانون اساسي را بوجود اورد. و هميشه در فکر پيشرفت ميهن خود بود. براي پيشرفت اقتصادي ميهن خود پلانهاي ارزنده داشتند، وبراي تطبيق ا ن به ممالک اروپايي سفر ها نمودند. شاه امان الله ثقافت و هنر مردم خودرا دوست داشت.
او هميشه موسيقي افغاني را مي شنيد و ازان لذت مي برد. خصوصا خواندن حماسي استاد قاسم را هميشه گوش مي کرد. وازان لذت مي برد.
پدرم هميشه مي گفت که وطنم  را ازاد و اباد  مي خواهم و ارزو داشت که مردم اورا فراموش نکنند. خاطره ها ي  ديگر پدرم اينست که، پدرم در ايتاليه، مارا هميش به پارک ها و باغ ها مي بردند  درانجا بفکر باغ هاي وطن خود مي رفت. و راجع به باغ ها  وطن و مردم خود به ما سخن ها مي گفت. پدرم هميشه مي گفت که او نه پشتون است، نه تاجک، نه اوزبک، نه ترکمن، بلکه يک افغان است که به همه افغان ها ارتباط دارد. تمام اقوام افغانستان راد وست داشت.  مارا درس ها ي تاريخ افغانستان و تاريخ اسلام مي دادند و راجع به حقوق زنان و تعليم و تربيه انها  حرفها مي گفتند. او مي گفت که زن بي تعليم  اولاد سليم و فهيم به جامعه تسليم کرده نمي تواند  او بسيار زياد طرفدار تعليم و تربيه نسوان بود. در مورد روسري و چادري مي گفت که اين حق زن است که چادري مي پوشد يا خير، ما بايد انرا بالاي زنها تحميل نه کنيم.
پدرم  مارا هميشه به عشق به وطن و مردم افغان تشويق مي کرد، و مي گفت که هيچ وقت مردم ميهن خودرا فراموش نکنيد.  ما وطن دوستي را از پدر و مادر مهربان يادگرفته  ايم.
پدرم در لحظات اخر زنده گي گفتند که براي بار اخر مي خواهد اواز موسيقي استاد قاسم را بشنود، انرا گوش کرد و جان را به سال ١٩٦٠ حق سپرد. ودرا خيرين رمق حيات خود نام کابل را به ز بان اورد.
و حالا مي خواهم راجع به خاطره هاي مادرم ملکه ثريا، که  زن زيبا و مقبول بود حرف بزنم. او به لسان هاي عربي، فارسي، فرانسوي، و ايتالوي حرف مي زد. او زن با غيرت وباشهامت  بود ا و از غربت وطن  رنج مي برد اما به اولاد ها انرا اظهار نمي کرد. هميشه خودش غذا  تهيه مي کرد، پخت وپز بلد بود.
همه اولاد ها را  دوست داشت، مارا زياد بوسه نمي کرد وقتي کي مي پرسيديم که کي را زياد دوست داري، جواب اش همين بود که همه شمارا، ما سه خواهر و چهار برادر بوديم، دو برادر ما در کودکي فوت شده بودند. مادرم همه راد وست مي داشټ.
مادرم به پيران و کهن سالان احترام فراوان داشت، تمام مردم افغان خصوصا زنهاي رنج کشيده وطن خودرا بسيار دوست داشت.
مادرم  مي گفت، وقتيکه او  از شام به کابل تشريف اوردند، ١٥ ساله بود، امير حبيب الله به مادرم صحبت ها مي کرد و هميشه به مادرم مزاق مي کرد و به  مادرم مي گفت که  تو با کي ازدواج مي کني؟ يک روز که پدرم هم تشريف داشت ، امير حبيب ا لله از مادرم پرسيد که ايا شما با اين  جوان مقبول ازدواج مي کنيد، مادرم فورا جواب داد که نه! امير پرسيد چرا ، مادرم جواب داد که من اورا خوش ندارم. دران وقت پدرم ٢٣ ساله و مادرم ١٥ ساله بودند. مادرم سه خواهر داشت که  کوچک وخورد همه مادرم بود.
من هم دو  خواهر، به اسم  امينه و عابده  ودو برادر دارم.
مادرم به تمام افغانستان سفر کرده است، هيچ وقت از موتر استفاده نه کرده است، زيراکه ديگر مردم موتر نداشت، به ا س  به ولايات سفر مي کرد.
مادر من پيشرو نهضت نسوان در افغانستان بود او روي لوچي را در افغانستان اساس نهاد و در مورد چادري گفتند که چادري يک انتخاب ازاد است ومربوط به هر زن افغان است که مي پوشد يا خير. هيچ کس حق ندارد انرا به زنان افغان تحميل کند.
مادرم طرفدار تعليم و تر بيه نسوان افغانستان بود، به همين سبب  خودش در مکاتب نسوان کابل به صفت معلمه ايفا يي وظيفه مي کرد. 
مادرم زن زيبا بود، هيچ وقت زيبايي خودرا از   دست ندا داما خودرا زيبا نمي گفت. او عادت داشت که هيچ کسي را مسخره نکند و بالاي هيچکس مزاق نمي کرد.
هر وقت کي مادرم مريض مي شد من ان شب بيدار مي بودم و خواب کرده نمي توانستم، زيرا که مادرم را بسيار دوست داشتم. او هميشه در حالت مريضي به ما اطمينان مي داد که خوب است اما باز هم دل من نارام مي بود.
در سال ١٩٦٥ مادرم  مريض شد، درين وقت من شب و روز در پهلوي بستر او بودم او به ما گفت که شما بايد بدانيد که اول والدين (پدر و مادر) مي ميرند بعدا اولاد ها. مادرم در همين سال جان را به حق سپرد، يعني ٨ سال بعد از مرگ پدرم ، مادرم وفات شد.
اين بود ياد داشت هاي من، در اخير از تمام شما تشکر مي کنم.
د هنديه د افغانستان، دخبرو وروسته حاضرينو ډوډۍ وخوړله ، او د ډوډۍ نه وروسته د موسيقي پروګرام پيل شو.
ددي تر څنګه افغانانو د پاچا د لور سره د عکس اخيستو مراسم هم  شروع شول،پدي وخت کي د غونډى لوي مشر ډاکټر کاظم بيا د  پاچا دلور تر څنګ پيدا شو او خلکو ته يي په هدايت ورکولو پيل وکړ. د پاچا لور په سړه سينه د خپلو افغانو بچو سره  په خوښۍ عکسونه اخيستل. د هغي په مزاج کي هيڅ د تاثر علايم نه ليدل کيدلي ، هغه په دي کار ډيره خوشاله وه. ځکه چه د هغي خپل وطنوال هميشه   خوښيږي. د پاچا لور د شپي په تقريبا ١٢بجو دغه غونډه پاي ته ورسوله او خپل استوګن ځاي ته ولاړه . دا هم د يادولو وړ ده چي، ددي غونډي د ګډون ټکټ ٣٠ ډالره قيمت درلود.