په نورستان کي بايد دپوليسو ليکي پاکي کړى شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44791
روح الله انوري
دخبریدو نیټه : 2011-09-19


دنورستان نوى ګمارل شوى والي تميم نورستانى وايي په ولايت کي يي ځکه امنيت خراب شوى چي دپوليسو په ليکو کي نامناسب کسان او دطالبانو پلويان ځاي پرځاي شوي دي او دى هڅه کوي چي ټولي اړوندي اداري له اداري فساد کوونکو او نورو بي مسوليته کسانو څخه پاکي کړي
دنورستان نوې ګمارل شوي  والي تميم نورستاني تيره ورځ په پارون کي په خپله لومړۍ غونډه کي خلکو ته وويل په نورستان کي چي دهري ورځي پر تيريدو امنيت خراب شوي لامل يي په پوليسو کي دنظم نشتوالى او طالبانو سره ديو شمير کسانو اړيکي درلودل دي
بايد دپوليسو په صفونه کي تصفيه وکړو،څوک چي نورستان ته دجيبونو ډکولو دپاره راغلي دي نوري يي دلته ځاي نشته او بايد لري کړى شي او يواځي ديو چا پر بدلولو او له يو ځاي څخه يو دخاين پربل ځاي ته ليږلو باندي ستونزه نه حل کيږي
تميم وويل هغه څوک چي دزده کوونکو له پيسو او دسرتيرو له پيسو او خوراک څخه روپۍ وهي ،ياپري په کابل اونورو ولايتونو کي ودانۍ جوړوي ،يايي وکيلانو ،سناتورانو او نورو کسانو ته ددي دپاره ورکوي چي په يوځاي کي يي ملاتړ وکړي او پر چوکۍ ديو څو ورځو دپاره پاتي شي همدوي خاينان دي
هغه ګواښ وکړ چي که چيرته لدغه ډول خايينانو څخه هرچا ملاتړ وکړ په راتلونکي شورا کي به دهريو تن نوم واخلم چي فلاني مولوي صاحب ،فلاني وکيل صاحب ،فلاني حاجي صاحب او فلاني سناتور له فلاني خائن څخه ملاتړ کړى دى
تميم وايي تيره ورځ يي دټولو ولسواليو څارنوالان راغوښتي او ورته يي وئيلي چي دنورستان اړوند ټول رياستونه دي وګوري دهغوي چاري دي  وڅيړي چي چا څومره او څه ډول کارونه ترسره کړي چي هرڅوک دپلټنو او څيړنو پرمهال ملامته شو هغه سره به پوره حساب کيږي
 دنورستان والي له خلکو وغوښتل چي دامنيت په ټينګښت کي دي ورسره مرسته وکړي اودى هڅه کوي په نورستان کي داصلاحاتو دراوستلو او دقوم پر همکارۍ په ټولو ولسواليو کي امنيت تامين کړي او دوانت وايګل ولسوالۍ دبيرته فعالولو دپاره به ديادي ولسوالۍ قومي مشرانو او ديني عالمانو ته بلنه ورکړي څو پارون ته راشي او دولسوالۍ دبيا فعالولو پر اړه ورسره مشوري وکړي چي ولسوالي دخبرو له لاري دولت ترلاسه کولى شي او که دجنګ له لاري
دنورستان نوى والي چي لدي څخه وړاندي هم دڅلورو کالو دپاره په دغه ولايت کي دوالي پر چوکۍ پاتي شوى دى پداسي حال کي دپوليسو په صفونو کي داصلاحاتو دراوستلو او دامنيت دټينګښت خبري کوي چي دياد ولايت دکامديش او وانت وايګل ولسوالۍ په بشپړ ډول د حکومت له واکه وتلي ددواب او منډول ولسوالۍ پر نيمه شکل فعالي دي ،دملي پيوستون له پروګرام پرته دابادۍ او بيارغوني چاري پکي  له دوه زره نهم کال څخه راپديخوا وروسته له هغي پر ټپه ودريدي چي کله نړيوالو ځواکونو دوانت وايګل ولسوالۍ کي ديوي جګړي پرمهال ډير تلفات وليدل ،له مرکزي او ختيځ نورستان څخه يي خپل سرتيري راوويستل او اوس په لږ شمير کي بهرني سرتيري دلويديځ نورستان په نورګرام ولسوالۍ کي ځاي پرځاي دي 
 کونړ اسداباد