فتوي نمبر (۴۲۷)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : شهزاد ، کابل ـ
مولوي صاحب سلامونه می ومني پس له سلامه زماپوښتنه ده چي کله چي يوڅوک چي يويادوه رکعته ورڅخه تېرسويوي په امام پسي ودريږي نوايادي به «سبحانک اللهم »او«اعوذبالله »وايي اوکه نه ؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
قدرمنه وروره ! کله چي يوسړي له يوه يادوورکعتووروسته په امام پسي اقتداء وکړي اوامام قرائت بالجهريعني قرائت په زوره نه وايي نوپه غه وخت کي بايدسړي ثنايعني «سبحانک اللهم ...ترپايه »ووايي ،اواعوذبالله به دامام ابوحنيفه اوامام محمدرحمهما الله تعالي په نزدنه وایي ؛ځکه چي تعوذدقرائت دپاره ويل کيږي اودلته قرائت نسته ـ
اوکله چي امام سلام وګرځوي اودي دخپل پاته لمانځه دپوره کېدودپاره وَلاړسي نوهم بايدثنا يعني «سبحانک اللهم ..»ووايي خودلته به اعوذبالله هم وایي ـ
في غنیة المستملی : والمسبوق یاتی بالثناءاذاادرک الامام حالة المخافة ثم اذاقام الی قضاءماسبق یأتي به ایضا کبیري ص۲۹۷ ـ وفي الدرالمختاروهو(ای المسبوق منفردحتی یثنی ویتعوذویقرأ،،شامی ج۱ص۱۰۴
وفي ردالمحتار ، ج۱ ، ص۳۲۹ باب صفة الصلاة : لکن مختارقاضيخان والهداية وشروحهاوالکافي والاختيار واکثرالکتب هوقولهماانه تبع للقرأة وبه نأخذ ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ