دوواخترونوپه منځ کي نکاح کول :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44871

دخبریدو نیټه : 2011-09-22

فتوي نمبر (۴۲۹) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : کريمه ،کراچي ـ قدرمن مفتي علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : خدائ پاک وکړي چي دصحت جامې په تن ولرئ ، قدرمن مفتي صاحب زه هم يوه پوښتنه لرم هغه داچي ځيني خلګ وايي چي د دوواخترونوپه منځ کي نکاح کول نه دي روا اياداخبره په شريعت مطهره کي کوم اصل لري اوکه نه ؟ ستاسودديني جواب په هيله : الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته ، قدرمنه وروره په شريعت مطهره کي ددې خبري هيڅ ثبوت اوهيڅ اصل نسته چي ددواخترونوپه منځ کي نکاح نه صحيح کيږي تذعرقم/ـ اورسول اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم پخپله له حضرت عائشې رضي الله تعالي عنهاسره دشوال يعني دکوچني اخترپه مياشت کي نکاح وکړله ـ ففي مشکوة المصابيح ، ج۲ ، ص۲۱۷ : عن عائشة قالت : تزوجني رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم في شوال وبني بي في شوال ، فأي نساء رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم کان احظي عنده مني ـ رواه مسلم ـ وفي حاشية المشکوة تحته : (فأي نساء) انماقالت هذا رداعلي اهل الجاهلية فانهم کانوالايرون اليمن في التزوج والعرس في اشهرالحج ـ والسلام ـ