فتوي نمبر (۴۳۰)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : عبدالحميد ، کابل ـ
عاليقدرابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : زه يوه پوښتنه لرم هغه داچي ديوسړي دلاس هډوکي مثلا مات سونودسپی هډوکي يې دده په هډوکي پسي پيوسته کړاودغه هډوکي دلاس له هډوکي سره جوش وخوړ اوبياجلاکول ئې تاوان پېښوي نوددغه شخص لمونځ صحيح دئ اوکه يا؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
: وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته ، هوقدرمنه وروره په داسي حالت کي وده ته دارواده چي ددې هډوکي سره لمونځ وکړي که څه هم داهډوکي دسپی تردرهم زيات وي ـ
کذافي الذخائرالاشرفية ، ص۴۰ وکنزالبيان شرح کنزالدقائق ج۱ ، ص۲۲۰ ، والدرالمحتار، مطلب في حکم الوشم ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ