که څوک په مردارورنجوسترګي توري کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44874

دخبریدو نیټه : 2011-09-22

فتوي نمبر (۴۳۱) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : حقيار، کندهارـ دقدروړمفتي ابوالفضل صاحب الله جل جلاله دي په عمربرکت واچوه چي خپل داقيمتي عمردي دمسلمانانودخدمت لپاره وقف کړيدئ ـ اوس زه هم يوه پوښتنه لرم هغه داده : يوڅوک چي په داسي رنجوسترګي توري کړي چي هغه مردار وي نوبيادسترګوپريولل پرده باندي واجب دي که نه ؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته ، قدرمنه وروره يوڅوک چی په داسي رنجوسترګي توري کړي چي هغه مرداروي نوبيادسترګوپريولل پرده باندي واجب نه دي ـ کذافی رالمحتار ، ج۱ ،ص ۲۲۰ مطلب في حکم الوشم ـ والسلام ومن الله التوفيق ـ