کوم صورت کي په ایت دسجدې سره دتلاوت سجده الخ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44875
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-09-22

فتوي نمبر (۴۳۲) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : مولوي فريداحمد ، جلال اباد ـ اياداسی کيداي سي چي يوڅوک ايت دسجدې ووايي اوبل څوک يې واوري نونه پرده باندي سجده دتلاوت لازمه سي اونه پرهغه چاباندي چي دايت دسجدې تلاوت وکړي ؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم هوداسی کېداي سي صورت يې دادئ چي جماعت ولاړوي په مقتديانوکي يوسړی په لمانځه کښي ايت دسجدې په زوره ووايي اوامام اونورخلګ يې واوري نوپه دغه صورت کي سجده دتلاوت نه پرامام باندي لازميږي نه پرمقتديانوباندي حتي نه پردغه چاباندي چي آيت دسجدې ووايي ، نه په دغه لمانځه کي اونه بياچي له لمانځه فارغ سي دامام صاحب اودامام ابويوسف په نزدـ البته امام محمدصاحب وايي چي کله دغه خلګ له لمانځه فارغ سي نوبيادي دوئ سجده دتلاوت وکړي ـ فتاوي اللکنوي ، للامام عبدالحي اللکنوي ص ۲۷۰ ـ والسلام ومن الله التوفيق ـ