فتوي نمبر (۴۳۳)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي :مولوي دادمحمد، کراچی ـ
زماپوښتنه داده چي دښځي امامت ونارينه وو ته په يوصورت له صورتوکښي هم جائزدئ اوکه څنګه؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره دښځی امامت نارينه وولره بالکل ناروا اوناجائزدئ صرف په يوه صورت کي ځينوفقهاوودښځي امامت ونارينه وو ته جائزبللئ دئ هغه صورت دادئ چي په يومجلس کي ښځه دسجدې ايت ووايي اوخلګ يې هم واوري نوبيادغه ښځه سجده دتلاوت وکړي اودغه نورخلګ هم په دې پسي ودريږي اوسجده دتلاوت پسي وکړي ـ
في القنية :المرأة تصلح اماما للرجل في سجدة التلاوة دون صلاة الجنازة ، انتهي ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ