ړنده جلۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44961
سیداجان احمدي
دخبریدو نیټه : 2011-09-27


وایي چی یوه ړنده جلۍ یوازي ددې لپاره چی ړنده وه د خپل ځان څخه یی کرکه درلوده. هغې دخپل مین نه پرته نورو ټولو خلکو څخه کرکه لرله ځکه چی هغه به تل د هغې د خدمت لپاره حاضر وو. جلۍ دا دعا وکړه،چې که چیرې سترګې یی جوړې شي او نړۍ وویني نو خپل مین سره به واده وکړي.
 یوه ورځ، یو چا خپلی دواړه سترګې ورته وبښلې او جلۍ رکه روغه شوه او هر شی یی کولی شو چی وویني ان خپل مین. مین یی تری وپوښتل، "اوس چی هرشی لیدلی شې، ماسره واده کوې؟"
 کله چی جلۍ ولیدل چی مین یی هم وړوند دی نو هکه پکه حیرانه شوه، او د واده نه یی انکار وکړ. هلک داوښکو نه ډکو سترګو سره ترینه روان شو، او وروسته یی خپلې مینې ته په لیک کې داسی ولیکل: "زما د سترګو خیال ساته."
 موخه:
دا موږ ته دا ښوونه کوي چی څنګه د یوه انسان د موقف بدلیدو سره دهغه ټول افکار بدلیږي. صرف ځینی خلک دا په یاد کې لري چې څو شیبې مخکې یې ژوند څرنګه وو، اودا هغه خلک دي چی په هر قسم دردونو نه ډک حالاتو کې خپل دریځ نه بدلوي
 ژباړه: سیداجان احمدي

په درنښت.