فتوي نمبر (۴۳۶)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : .rahimi
سلامونه دا پوښتنه لرم چی د نر ستریعورت له نامه څخه شروع تر ګونډو پوری خو فرض دی٠
له نامه څخه پورته د عورت پټول څنګه دی مننه؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره دنارينه دبدن هغه حصه چي له نامه څخه پورته ده عورت نه دئ کچيري له نامه څخه پورته حصه دبدن ياله ځنګنوڅخه کښته حصه دبدن لوڅه وي اولمونځ سړي وکړي نولمونځ يې صحت اوجوازلري مګرداخبره ده چي بې ضرورته داکارنالايق ، بې ادبه اومذموم کاردئ ـ
که په لمانځه کي وي نوبيادغه لمونځ مکروه دئ ، هودضرورت په وخت کي بيالمونځ مکروه نه دئ ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ