فتوي نمبر (۴۳۷)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : محمد(محمدي)
دقدروړ سترعالم مولوي صاحب ابوالفضل صاحب دبينوا دويبپاڼي درنوکارکونکواوګرانوليدونکوته السلام عليکم ورحمت الله وبرکات
وروسته له السلام اوپوره ادب څخه اول غواړم دقدروړ مولوي صاحب قدرداني وکړم هغه داچي تاسوبه سخت مصروف هم وي خوبيا هم دخپلي اسلامي اووطني ميني په اساس دليدونکوپوښتنوته جواب ورکوي درڅخه زياته مننه کوم.
يوه پوښتنه لرم هيله مي ده راته جواب راکړي خوشحاله به شم هغه داسي ده چي په اوس وخت کي فيلمونه راوتلي دي چي دپيغمبرانو (ع )رول يي پکي لوبولي وي يا يوه ښځي دپيغمبرانو(ع) دبيبيانورول لربولي وي داداسلام له نظره څنګه دي.(لکه ديوسف (ع) رول اوداسي نور .
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره دفلموکتل په عمومي ډول سخت نارواکاردئ اوشرعي جرم دئ اوپه هغه صورت کي چي دغه فلم دالله پاک ديوه نبي يادهغه دبيبيانوپه باره کي جوړسويوي بياداکارنورهم زيات جرم دئ ـ
خلاصه حکم مي دشريعت درته ذکرکړپه دې باره کي مستنداوباحواله تحقيق به په اينده کي انشآءالله ديوې بلي پوښتني په جواب کي درته راسي
والسلام ومن الله التوفيق ـ