لنډه کيسه::::::
دکړکۍ ترڅنګ خلاصې شيشې ته مخامخ ناست وم،داخبار پروف مې کاته،په دې خاطر چې کومه غلطي يا اشتباه ونه لري،ځکه سباته (چهارشنبه )بايد چاپ شوى واى، دروازه راخلاصه شوه،سينه مې دود ونيوه ،ډېرتېز وټوخېدم،اخواته په څوکۍ ناست هلک راپورته شو،دپنځوافغانيوسکه يې ورکړه،اوروان شو،دروازه يې بنده کړه،ماخپل کارته ادامه ورکړه،شېبه وروسته بيا هلک راغى ماته رانږدې شوه،په دري يې راته وويل ،توهم پنج افغاني بده ،ماپه دې خاطر چې دې هلکانوته کنجوس ښکاره نشم،نومې بې له کوم بحثه پنځه ګون ورکړ،لکه د تېرپشان يې دروازې ته درز ورکړ او ووت،کتل مې اخبارته خوفکر مې له هلک سره وو،طاقت رانغى،همداسې ورپسې بېرون ته راووتم،ګورم چې ددفتر ترڅنګ په مطبعه کې،هلته چې اخبار،مجلې،کتابونه،پوست کارتونه اونورشيان چاپېږي،له دروازې نه لږ ور اخواته ناست دى،اودمطبعې له يوه کارکوونکي سره خبرې کوي،زه هم ورورسېدم ،ترڅنګ يې کېناستم،هغه ترې پوښتنه وکړه نن دې څو روپۍ ټولې کړي دي،ده ورته ويل ٣١٠سه صد ده روپه ،داوخت نو دسهار نهه بجې او ٤٢دقيقې وې،زه حيران شوم،چې تراوسه خوزما پشان خلک له خوبه هم نشي پاڅېداى ،اوده دنر بچي بيا درې سوه او لس روپۍ مزدوري کړېده،دتعجب خبره ده،په هلک مې ښکته پورته نظر تېرکړ،له لباس،وېښتانو،پښو اولاسونو،اوپه سرله خولۍ څخه يې داسې راته معلومه شوه ،چې په تېرو شل ورځوکې خويې هغه دخلکو خبره هېڅ اوبه ندي ليدلي،دوى خبرې کولې اوما دى ارزيابي کاوه،اخريې په خبروکې ورپرېوتم،ورته مې وويل،کور دې چېرته دى؟
_ په لب جر کې.
_څوکلن يې؟
_ ديارلس کلن.
_نور وروڼه لرې.
_هو درې دانې، يورانه مشر دى اودوه رانه کشران دي.
_ ښه نوهغوى څه کار کوي؟
_له مانه چې مشر دى،هغه واده کړى دى،اوله موږنه بېل دى،هېڅ ترې خبر نلروچې چېرې دى اوڅه کوي،اوله مانه چې کشران دي هغوى کوچني دي،مالا ورڅخه دپلار په اړه پوښتنه نه وه کړې چې ويې ويل: پلارمې سپين ږيرى دى،تېرکال يې په غره کې تيږې وېستلې چې يوه غټه تيږه يې په پښو راولوېده اواوس شل دى.
بله پوښتنه مې ترې وکړه لمونځ کوې،هلک په ژړاشو،سلګيو واخست،خېرن لستوڼى يې پرسترګو راتېرکړ،نه! ماورته وويل ولې لمونځ نه کوې ،ايا يادې ندى؟هلک وويل،پلار مې راته لمونځ شروع کړى و ،ډېر مې يادکړى وو،دقران شريف دوه سورتونه مې هم ياد کړي وو،خوهغه وخت چې پلارمې شل شواوورور مې له موږ نه ولاړه ،لمانه هم لمونځ پاتې شو،په مسجدکې مې له ملاڅخه سپياره هم پيل کړې وه ،په کور کې مې مور اوپلار لمنځونه کوي ،خوزه چې کورته ولاړشم بياله ځانه خبرنه يم هرڅنګه اوهرچېرې چې پرېوتم هماغه شان ويده شوى يم،هغه چې لاندې ځمکې ته يې کتلې او له خپلې دسپېلنيو له خلتې يې غټ ډکي ټولول ،خپلې خبرې وغزولې:زمالانه يادېږي چې ماپه درې وختونوکې يووخت ډوډۍ هم له خپل مور اوپلار سره په خپل وخت خوړلې وي،هغه ډېرزروړ وو،ماته يې وويل ډېروخت داسې کېږي چې زه کورته ولاړ شم نو په کور کې هغوى ويده شوي وي،هلک غوښتل ولاړ شي ،پورته شوويل يې ځم چې ګرمي ده ورورسته موټرونه کمېږي زمادغريبۍ وخت همدااوس او ورورسته له ماسپښينه وي،ولې چې هوايخه شي بيا ټول موټرونه راپيداشي اوپه سړک ځاى نه وي نو زموږ هم خداى ثواب وکړي او يوڅو روپۍ وګټو.
مخکې له دې چې ولاړ شي بيامې ترې وپوښتل کله چې دموټروته دود کوې ايا هغوى درسره ښه رويه کوي؟
لويه ساه يې واخسته،پرېږده يې هېڅوک هم يوشان ندي،کله مو خلک رټي ،کله کله خومولا يونيم په څپېړه وهي،اوځينې بياښه وي پيسې هم راکوي،او لا يې پرموږ زړونه سوځې او داسې راته حيران ګوري چې له ورايه يې په څهروکې خفګان ښکاري، هرڅوک دبل چاپه مشکل نه پوهېږي ،يواځې هغه څوک پوهېږي چې په سينه کې يې زړه وي نه کاڼى ،هلک ځانته حيران کړم،داسې خبرې يې کولې چې هريوه يې دکاڼي کرښه وه.
نه پوهېږم په کوم سوچ کې به تللى وم چې لاس يې را اوږود خداى پامان ،زه ځم،خوګوره هروخت به پنځه روپۍ راکوې کنه موټرته دې هېڅکله هم دود نه کوم اوپه کار کې دې برکت نه لوېږي!
حيران شوم چې دى څه وايي،زما موټر؟! ورته مې وويل زما موټر چېرې دى؟ددفتر مخې ته ولاړې فولادي رنګ کې کرولاته يې چې د مطبعې دمالک وه لاس ونيوه داڅه شى دى،زماځواب په لاس راغى چې ولې داهلک په سر کې بېرته راوګرځېده او لمانه يې پنځه افغانۍ واخستې .