فتوي نمبر (۴۳۸)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : جاويد کابل
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته :عاليقدرابوالفضل صاحب زماپوښتنه داده چي که ديولوی سړي لباس په خوله یاپه اوبو لوندسووروسته یې کوچني په غيږکي واخيستي نوایادده کالی مردار دی اوکه یا ؟ مننه
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه که چيري دکوچني لباس پاک ووياشکمن وو نوددغه سړي لباس پاک شمېرل کېږي اوکه دکوچني لباس مرداروو نوکچيري عرق خوله دده ډېره وه چي دده دخولې په وجه دکوچني لباس ډېرلوندسواودکوچني دلباس د نجاست تاثیرددغه سړي په کالوښکاره سوپه دغه صورت کي دسړي کالي مردارشمېرل کيږي اوکه عرق ددغه لوي سړي لږوواولباس يعني کالي دده لږاندازه لوندوو دکوچني لباس کالي نه په لندېدل په دغه صورت کي ددغه لوئ سړي لباس يعني کالي مردارنه شمېرل کيږي
ففي قاضي خان علي هامش عالمګيري ج۱ ، ص۲۶ : اذانام الرجل علي فراش اصابه منی ویبس فعرق الرجل وابتل الفراش من عرقه انلم يظهراثرالبلل في جسده لايتنجس بدنه وان کان العرق کثيرا حتي ابتل الفراش ثم اصاب اثرذالک الفراش جسده فظهراثره في جسده تنجس بدنه ـ
والسلام ومن الله التوفیق