فتوي نمبر (۴۳۹)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : بصیراحمد جرمني
جليل القدره عالم ابوالفضل صاحب السلام عليکم هيله ده چي جوړاوروغ ياست
که چيري مني له خپله ځايه څخه جلاسول سره له شهوته اوله ذکرڅخه بې شهوته راوتل نواياپه دې سره غسل واجبيږي اوکه يا
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه کچيري مني له خپله ځايه جلاسول سره له شهوته ليکن له ذکره څخه راووتل بې شهوته پردغه سړي غسل فرض دئ دامام ابوحنيفه اودامام احمدرحمهمالله په قول،او قول ددوئ قوي دئ اواحتياط پکښي دئ ليکن پرقول دامام ابويوسف غسل نسته پردغه شخص باندي مثال يې دادئ چي يوسړي بیده وی اواحتلام ورته پېښ سي اودده له ذکرڅخه شی نه وه راوتلئ اوراويښ سواوژرژريې خپل ذکرونیوئ څوچي ذکرله حرکته ولویدی ارام سوده خپل ذکرايله کړ اووروسته له شهوته مني خارج سول اوبل مثال يې دادئ چي يوشخص موټ و وهي ياويوچاته په شهوت لاس وروړئ په دغه وخت کي دده له ملاڅخه مني جلاسول خومنی لانه وه خارج سوي ده خپل ذکرټينګ ونيوئ څوچي ذکرله حرکته ولويدی بيایی ایله کړنومنی بی شهوته ووتل په دغه هرمثال کي غسل پردغه سړي فرض دئ دامام اعظم ابوحنيفه رحمه الله تعالي اودامام محمدرحمه الله تعالي ليکن دامام ابويوسف په نزدپرده غسل واجب نه دئ ـ
کبيري ، ج۱ ، ۱۰۸ ـ ردالمحتار ، ج۱ ، ص ، ۵۵ ، بحرالرائق ، ص۵۳ ـ طحطاوي شرح مراقي الفلاح ـ والسلام ومن الله التوفيق ـ