ترشپږمياشتي په کمه موده کي دڅواولادوزېږولوپه اړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45041
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-10-01

فتوي نمبر (۴۴۱) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي :جلال الدين ، کندهارـ السلام عليکم پوښتنه : که ديوې ښځي تر ښپږمياشتي په کمه موده کي څواولاده وزېږول نوله هرکوچني څخه وروسته به نفاس تېره وي اوکه يا؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته : قدرمنه وروره که يوې ښځي دشپږمياشتي په کمه موده کي څواولاده وزېږول نفاس له اول څخه شروع کيږي هغه معذ وري چی وروسته تردوهم اودريم کوچني وی هغه نفاس نه ده بلکي مرض ده پرقول دشيخينورحمهماالله تعالي مطلب دادئ چي داول کوچني له زېږېدلوڅخه وروسته چي څلويښت ورځي تيري سي نونفاس ختم سودبل کوچني له زېږېدلوڅخه وروسته چي کوم مرض ورسي نوهغه نفاس نه بلل کيږي لمونخ اواودس به کوي ـ اوکه چيري دوهم کوچني داول کوچني دڅلویښتئ ترپوره کېدوله مخه پيداسو نوبيابه ددوهم کوچني له ولادت څخه وروسته ددغي ښځي مرض ترهغه پوري نفاس بلل کيږي چي داول کوچني څلويښتي پوره کيږي البحرالرائق ج۱، فتح القدير ، ج۱ ، ۱۶۷ ـ والسلام ومن الله التوفيق ـ