د جسم د دردو او رياحي أمراضو روحاني علاج :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45140
دارالافتآء أبوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-10-08

فتوي نمبر (۴۴۸) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : بهــــــــــــــــــــــار- جليل القدر ستر دينې عالم څيړونکې استاد علامه محمدمعين الدين آبوالفضل افغاني کان الله له ودامت برکاته او دبينوا محترمو کارکونکو او دبينوا مينه والو اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته اما بعد ! قدرمن مولوي صاحب يوه پوښتنه لرم چي زما يوه وريندار چي عمر يي تر آويا کالو اوښتي دي ډير عمر دملا ددردسره په تکليف ده او په داوروستيو کالو کي يوه پښه هم ورسره شديد درد پيدا کړي چي طبې دوايي ستړي کړي او ګټه هم نه کوي که مهرباني وکړي يو روحاني علاج راته راوښياست چي مريض ښه او ستا سو ته الله (ج) ددنيا او آخرت اجر در نصيب کړي آمين بله پوښتنه داحمد دي چي يواري پخوا هم شوي چي ستا سو حضور ته نه دي رسيدلي او که وخت نه دي ورته پيداشوي يواري بيا تکرار احسن دي هغه دادي چي احمد څلويښت کالو دي او ارثي سردرد لري چي پلار ، تره اونور غړي چي دده پکي شديد دي او ديرش کاله کيږي چي په هجرت کي ژوند کوي اوداروپا ټوله عصري تکنالوجي تجربه کړه خوګټه يي ورته ونکړه اوس ستاسو نه ديوي دعا اوروحاني علاج غوښتنه کوي چون دي يعني احمد جان په پښتو خبري کولي شي خوليکل په نشي کولي نو مادده عرض وکالتآ ستا سو حضور ته وړاندي کړ والسلام ومن الله التوفيق الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم محترمه وروره ! د پورتني أمراضو دپاره لاندنئ علاج مجرب او آزموده دئ : اول يوه پاکه تخته راواخله او پر هغه باندي پاک ريګ واچوه ، ورورسته يو ميخ راواخله او په هغه سره پر ريګو باندي دا کلمې وليکه : «أبجد هوز حطي » او بيا په ميخ سره د «أبجد» پر الف باندي زور وکړه او سورة فاتحه شروع کړه او يو وار يې ووايه (خو مريض به پدغه وخت کښي خپله ګوته د درد پر ځائ باندي ټينګه په زور سره نيولې وي) له دې وروسته له مريض څخه پوښتنه وکړه که يې چيري درد ورک سوئ ؤ نو مطلب حاصل سو ، او که درد نه ؤ ورک سوئ بيا ميخ پر باء باندي په «أبجد » کښي هغه ډول ټينک ګړه او سورت فاتحه دوه واره ووايه ، او له مريض څخه د تير وار په ډول پوښتنه وکړه ، دارنګه تر څو پوري چي درد اراميږي پر يوه يوه حرف باندي ميخ ټينګوه او يو وار سورت فاتحه زياته وايه ، تر څو پوري چي ټول حروف ختم سي نو درد به هم انشآء الله وتښتي . والسلام ومن الله التوفيق ـ