فتوي نمبر (۴۴۹)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : محب الله محـــــــــــب .
محترم علامه ابولفضل صاحب ، دبینواویب پاڼی محترموکارکونکواومحترمولوستونکو اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته: ترهرڅه مخکی ستاسی محترم ته دښه صحت اوطویل عمردلوی اومتعال ذات (ج) څخه تل غواړم، ورسته زه یوه پوښتنه لرم که يی جواب راته راکړی له مهربانی به مولیری نه وی.
هغه داچی زما پوښتنه دپلاستیکی جراحی په باره کښی ده کوم چی نن سبا په نړی کښی دښایست لپاره ترسره کیږی اواوس داکارپه افغانستان کی هم ممکن دی، لکه دیوچا چی په مخ کښی دانی وی یاداچه پزه يی بی ډوله وی اویا همداسی نورچی هغه دپلاستیکی جراحی په وسیله اصلاح کوی (زمامطلب د ضرورت لپاره نه بلکی داکاردښایست لپاره ترسره کول) آیا ددی په باره کښی داسلام څه حکم دی ، که ددی په باره کښی لږڅه معلومات راکړی له مهربانی به مولیری نه وی په درنښت . محب الله
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره ! د انسان جسم او بدن د اسلام له نظره د الله تعالی أمانت بلل کيږي ، او دا بدن د الله پاک د تخليق نماينده ګي کوي ، نو په همدې سبب د جسم په اندامو کښي بې له کوم فطري او شرعي ضرورته يواځي د ښايست او نماي دپاره تغير او تبديل کول ناروا دئ .
همدا سبب دئ چي اسلام د بل انسان د وريښتانو استعمالول ، يا مثلا د غاښو په مابين کښي د ښايست لپاره خاليګاه پيدا کول سبب د لعنت ګرځولي دي ، او داسي څوک يې د الله په خلقت کښي لاس وهونکئ بللئ دئ ، او د اوسني عصر جراحي عمليات کوم چي د ښايست پخاطر سرته رسيږي له همدې جملې څخه دي او د اسلام له نظره ناروا دي .
رسول الله (صلی الله عليه وسلم) پرهغو ښځو لعنت ويلئ دئ کومي چي د ښايست لپاره خالونه وهي او يا يې نورو ښځو ته وروهي ، او پر هغو ښځو باندي چي خپل يا د نورو غاښونه باريک او کوچني کوي ، او پر هغو ښځو باندي چي د غاښو په مابين کښي فاصله او خاليګاه پيدا کوي . (بخاري /مسلم) .
البته کچيري په بدن کښي د پيدايښت مخالف يو اندام بالا سوئ وي (مثلا د لاس ګوتي تر پنځو بالابود وي) نو د هغه بالابود عضو پرې کول روا دئ او پروا نلري .
(فتاوی هنديه ج۴ ص ۱۱۳ ) .
يو عمده ترين مرجَع پداسي مسائلو کښي دا قول د خدائ پاک دئ چي : «لاتبديل لخلقِ الله ځکه چي ډيرو مفسرينو ويلي دي چي دلته نفي په معنی د نهي ده ، يعني معنی يې داده چي تاسي مه بدلوۍ پيدا يښت د الله (جل جلاله) .
همدا سبب دئ چي په اسلام کښي د ږيري خرييل يا لنډول سخت جرم بلل سوئ دئ ، او د ږيري رنګول د يهودو او نصاراوو د مخالفت په وجه د حديث په مقتضی روا سوئ دئ : ان اليهود والنصاری يصبغون فخالفوهم (بخاري) . دارنګه د بريتو کوچني کول د مشرکانو د مخالفت په وجه اسلام مأموربِه ګرځولئ دئ : خالفوا المشرکين وافروا اللحی و أحفوا الشوارب .
دارنګه ځيني نور بدلونونه چي د شريعت په حکم سره په بدن کښي تر سره کيږي لکه سنتي کول ، د نوکانو پرې کول ، د بغلو خرييل او داسي نور د الهي ابتلا په وجه چي حضرت ابراهيم (عليه السلام) او نور انبيآء يې مورِد ګرځيدلي وو ، او په الهــــي علم کښي دغه مخصوص بدلونونه چي د فطرت سنت بلل کيږي د انسان د صحت او نظافت اسباب دي ، نو په همدې سبب مشروع ګرځيدلي دي .
والسلام ومن الله التوفيق .