فتوي نمبر (۴۵۰)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : محب الله ، کوټه
محترم مفتي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، زماسوال دئ هغه داسي دئ :
سوال : په يوڅاه کي چي دوه موږکان ولويږي نوددې دپاکولوطريقه څنګه ده ؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
حکم دووموږکانولکه حکم ديوه موږک داسي دئ ، يعني که دوه موږکان په څاه کي مړه پيداسوه دشلوڅلواغوڅخه بياتردېرشوسلواغوپوري کښل کيږي ـ
اودرې موږکان داسي دي په حکم کي لکه يوچرګ يعني دڅلويښتوڅلواغوڅخه به بياترپنځوستو څلواغوپوري کښل کيږي اوداظاهرروايت دئ ـ
اودرې موږکان لکه يوه پشي داسی دی یعني درې موږکان کښل دڅلويښتوڅلواغو اوبوبيا ترپنځو ستوپوري غواړي ـ
اوشپږموږکان حکم ديوه سپي لري يعني که شپږموږکان په څاه کي مړه پيداسي نودټول څاه اوبه به خامخاکاږي ـ
ففي المبسوط للسرخسي : ج۱ ص ۹۴: وحکم الفارتین کحکم االفارة الواحدة في البئرتطهيرا ينزح عشرين دلوامنهاوثلث فارات في ظاهرالرواية کالدجاجة فاذاکان الثلث کاالدجاجة يطهرهانزح اربعين دلواـ
وفي البدايع ، ج۱ ، ص۸۶ : وروي عن محمدرحمه الله تعالي قال في الفارتین ينزح عشرون وفي الثلث اربعون ـ
وفي بحرالرائق : ج۱ ، ص۱۱۹: وقال محمدرحمه الله تعالي الثلث کالهرة والست کالکلب ، وبقول المبسوط،ج۱ ، ۹۴، يترجح قول محمدرحمه الله تعالي ـ
وفي منحة الخالق علي بحرالرائق ، ج۱ ، ص۱۱۹ : اقول وکذاجزم به في متن المواهب ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ