مخدوم رهین : ملی جامی دتروریستانو لباس دی !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45236
ملګری
دخبریدو نیټه : 2011-10-12

داطلاعاتو اوکلتور وزیر مخدوم رهین خپلو پلویانو ته ویلی چی په ملی راډیو ټلویزيون کي څوک پرینږدي چي په ملي جاموکي وظیفي ته راشي ځکه چی دتروريستانو لباس دی.

درهین له همدی دستور سره نن یو تن چی په ملی رادیو کی نوکري وو دعزیزیار له خوا چي رهین ته نږدی سړی او دنطاقانو دشعبې آمر دی توهین شو او سپکي سپوري ورتهوویل سوې همدا رازبل کس چی پښتون دی او په ملی جامو کی ټلویزيون ته راځی ورغوښتل شوی دی او دتلویزيون دمرستیال له خوا ورته اخطار ورکړل شوی دی چی منفک به شی، دغو دو تنو دخبریالانو ټولنو ته له همدی امله شکایت کړی او همدا راز دمرستی غوښتنه یی هم کړی ده.

په افغانستان کي خبریالانو د کلتور دوزیر دغه بې کلتوره اقدام په سختو ټکو غندلی  او په ولسمشر ئې ږغ کړی چي پرینږدي چي دافغانستان منلی کلتور ته د یو څو بې کلتوره پردي پالو لخوا زیان واړول سي .
همدا راز په بهر کي هم یو شمیر کلتوري او فرهنګي ټولنو د رهین د ژر تر ژره لیري کیدو غوښتنه کړې ده .