دهغه مريض چي له داودس څخه عاجزوي داوداسه حکم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45283
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-10-13

فتوي نمبر(۴۵۱) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . مستفتي :سيدعلي ، امريکاـ علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : که نارينه ياښځه داسي ناجوړه وه چي اودس يې نه سواي تازه کولاۍ نودده داوداسه څه حکم دئ اوکه اودس بل څوک ورکوي نواستنجاءبې څنګه وي ـ الجواب ومنه الصواب ـ نحمده ونصلي علي رسوله الکريم ـ محترمه کوم مريض چي اودس نسي تازه کولاۍ نوکچيري ده ماينه يامينځه درلوده نودوئ دي اودس اواستنجاء دواړه ورکوي ، اوکچيري يې وروريازوئ درلودئ نوبيادي هغه فقط اودس ورتازه کوي اواستنجاء دي نه وروهي ـ اومریضه ښځه که له اوداسه څخه عاجزه وه اودې مېړه نه درلودئ خولورياخوريې درلوده نودوئ دي فقط اودس ورتازه کوي ، استنجاء نسته ـ ففي قاضي خان علي هامش عالمګيري ، ج۱ ، ص۳۳:وکذاقالوفي المريض اذالم يکن له امرأة وعجزعن الوضوءوله ابن اواخ فانه يوضيه الاانه لايمس فرجه الامن يحل له وطأها ،والمرأة المريضة ان لم يکن لهازوج عجزت عن الوضوءولهاابن اواخت توضيهاويسقط عنهاالاستنجاءـ والسلام ومن الله التوفيق ـ