داستنجاءياقضاءحاجت په وخت قبلي ته مخ،شاګرځول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45284
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-10-13

فتوانمبر(۴۵۲) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . مستفتي، حميدګل ، کابل ، افغانستان . قدرمن ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ـ الله پاک موتل دصحت اوعافيت په جاموکي محفوظ لره ـ محترمه زمايوه پوښتنه ده هغه داچي داستنجاءاودقضاحاجت په وخت کي وقبلې ته مخ ګرځول څنګه دي روادي اوکه يا اودوی دواړه فرق سره لري اوکه یاـ‎؟ مننه . الجواب ومنه الصواب ـ نحمده ونصلي علي رسوله الکريم ـ وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته : قدرمنه ورروره ! دقضاحاجت په وخت کي مخ اویاشاګرځول دواړه وقبلې شريفي ته مکروه تحريمي دي ځان ساتل ورڅخه ضروري دئ ـ او وقبلې شريفي ته داستنجاء په وخت کي مخ ياشاګرځول مکروه تنزيهي دئ ښه کاردادئ چي ځان ورڅخه وساتل سي اودقبلې شريفي احترام وسي ـ ففي الکبيري ، ص۲۸: فاستقبالهااواستدبارهاحالة الاستنجاءترک ادب ومکروه کراهة تنزيهية ، کمافي مدالارجل اليها«علي التکرار»،واماحالة البول اوتغوط فمکروه کراهة تحريم ـ والسلام ومن الله التوفیق