په بادخارجیدوسره دکالويادعورت لنده حصه نه مرداريږي :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45287
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-10-13

فتوانمبر(۴۵۵)'
 مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:صلاح الدين ، کندهارـ
مفتي السلام عليکم : زماسوال دادئ : سوال : که يوچااستنجاء ووهله اوله مخه تردي چي هغه لوندوالي يې وچ سوي وي بادورڅخه خارج سويايي پرتوګ لوندوواوله ده څخه بادخارج سونوايادالوندځاي يادغه دپرتاګه لنده حصه مرداره بلله کيږي اوکه يا ؟ منتظر

 الجواب ومنه الصواب :

نحمدهونصلي علي رسوله الکريم : کچيري يوسړي استنجاء ووهي اوله مخه تردې چي عورت يې وچ سوي وي يادپرتاګه دعورت په برابري حصه يې لنده وي اوبادئې خارج سي نوداکثروعلماووپه نزدپه دغه بادسره لوندځاي يادالوندټکرنه مرداريږي ـ

ففي التتارخانية، ج۱ ، ۳۰۱: الرجل اذااستنجي بالماءثم خرج منه ریح قبل ان يبيس البلل هل يتنجس من نتنه الموضع الذي يمرفيه الريح ، اوکان سراويله مبتلافاصابه هذالریح هل یتنجس السراويل ، اختلف المشائخ رحمهم الله تعالي فيه عامتهم علي انه لايتنجس ـ وفي ردالمحتار ، ج۱ ، ص۲۲۳:فلايستنجي من الريح لانه ليس بنجس وان خرج من البطن ـوالسلام ومن الله التوفیق والسلام ومن الله التوفيق ـ ‎‎