فتوانمبر(۴۵۷)
مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ
مستفتيه :حليمه : کابل ـ
قدرمن مولوي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : خداي پاک موجوړاوروغ لره ، قدرمنه زه يوه پوښتنه لرم هغه داده چي په تعويذنوکي د (بدوح)لفظ ليکل کيږي ددې څه معني ده ايادالله تعالي نوم دئ اوکه نه دئ ـ
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته : محترمه دانوم خوپه قرآن کريم کي نسته خوبعض علماووويلي دي چي دادالله تعالي نوم دئ په عبراني ژبه کي ـ
فتاوی دارالعلوم دیوبنداوامدادالمفتیین ص۲۳۸ ،اوعزیزالفتاوی ص۱۴۹ ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ