برسات د خپلو بوټونو په رنګولو لګيا و او مور يې وړو ماشومانو ته کالي ګنډل.تر دوى لږ څه لرې ماشومان هم په شور اخته وو او د لوبو پر سر يې په خپلو کې سره جګړې کولې.خداى خبر برسات په کومو سوچونو کې ډوب،بوټان رنګول،چې د ټيليفون زنګ راغى.له واره نارامه شو.رنګ يې هم واوښت.داسې ښکارېده لکه چا چې د کوم بد زيري لپاره په طمع کړى وي.ښۍ لاس يې چې په رنګ ککړ و،پورته ونيو او په چپ لاس يې له ښۍ جېب نه ټيليفون راووېست.پر ښېښې يې چې شمېره وليده رنګ يې نور هم سور واوښت او د زړه درزا يې لا پسې ډېره شوه.د مور پر لور يې وکتل،خو هغې لکه چې د ماشين په شور کې د ټيليفون غږ نه و اورېدلى.ځان يې يو څه زړور کړ. ستونى يې صاف کړ ،.خو زنګ لا هماغسې روان و.له بل لاس نه يې په رنګ ککړ بوټ،سوکه پر ځمکې کېښود او په ډېرې خوارۍ د ok توکمه کېکاږله او په بلې يې ځواب کړ.له مقابل لوري يې ښځينه غږ واورېدچې دده په تعقيب هغې هم بلې وکړ.غږ يې وپېژنده.خواښې يې وه:
- بلې سلام عليکم ترورې!
-واليکم سلام
- څنګه يې ترورې!کور کې مو کراري ده ؟
-کراري پرېږده، تاسو چېرته ياست؟
د برسات خوله جينګه شوه:
- ولا کور کې يو مور مې م دلته ناسته ده کالي ګنډي.سلام کوي درته !
مقابلې خبرې نورې هم توندې شوې:
-والکه تاسو څه ريشخند نښلولى چې ښځه مو نشواى کولاى نه به مو وه کړې.تاوانه کړې خو مې نه وه درباندې!!
-نه الله دې نه کړې ترورې .ولې څه خبره ده؟
-نور نو څه خبره شي؟ستاسې لکه چې دا اخترى نه دى ياد.سبا بل سبا اختر دى.نو بيايې کله يې راوړئ؟
-خير دى ترورې ته مه په غوسه کېږه زه مې همدا اوس له مور سره سلا کوم.
-ستاسې سلا مهمه نه ده.دلته موږ کره راشئ چې اول مونږ درته لېست در کړو.
-سمه ده ترورې!
او له دې سره د ټوټ،ټوټ په غږ ټيليفون بند شو.
مور يې چې د خبرو پر مهال برسات ته غوږ وه،پوهه شوه چې څه کيسه ده.
برسات، لکه افغان ماشوم چې د خپلې کورنۍ ټول غړي يې د ناټو او آيساف په بمبارۍ کې له لاسه ورکړې وي،بې اسرې ناست و.سترګې يې په رنګ ککړو بوټانو کې خښې وې او د خپلو بېوسيو انځورونه يې په کې ليدل.
برسات همدا سږکال له پوهنتون نه فارغ شوى و.لا يې وروستى کال و چې د مور او پلار په ټينګار او هڅو يې ،د ترور لور څانګه ورته کوژدن کړه.خو دده زړه نه و او ويل يې چې د پوهنتون تر فارغېدا او وظيفې تر موندلو به کوژدې ته غاړه نه ږدي.پلار به يې په سپينه ږيره په مزدورۍ پسې وته او لږه ډېره به يې موندله خو اوس هغه خوار هم ناروغ و.بل مشر ورور يې هم نه لاره.مور او مشرې خور به يې د کليوالو کالي په بيه ګنډل او ګوزاره يې روانه کړې وه. برسات خوارکه اوس له يوې خوا دپلار ناروغي او د کور بېوسي ژړله نو بلې خواته يې د اختري درانه بار ،ملا ورکږه کړې وه.هماغسې سوچ کې ناست و، چې څه يې په زړه وروګرځېدل.ټيليفون کې يې ګوتې ووهلې او بيا يې غوږ ته ونيو:
-بلې سلام عليکم ترورې!
-واليکم څه خبره ده؟
-هېڅ ،هسې ما ويل که مونږه تر تاسې درځو ناوخته به شي.خير دى تاسې خپل لېست مونږ ته په ټيليفون کې ووايئ!خو ترورې يوه خبره مې کوله درته.تاسې خو پوهېږئ ما هم لا وظيفه نه ده اخېستې.خير دى ګوزاره به سره کوو.وظيفه مې چې له خيره واخېسته بيا به يې تاسې وګورئ چې زه څنګه مصرفونه کوم.
-برساته ما دا نازولې لور په زوره نه ده درکړې.اوس مو چې کار کړى،ګالئ به يې!زه خپل قوم لرم،سيال او شريک لرم هغوى ته کم راځم.زما يې څه ستا له وظيفې سره .
تر ډېرو خبرو وروسته په برسات يې خواښې ومنله چې په اختري کې به ٤ منه کلچې،٨ منه تازه مېوه،٤ جوړه قيمتي جامي،د سرو يوه ګوتمه،.........د خسر کورته وړي.
برسات چې خپلې مجبورۍ ته وليدل او اوس يې دې غموونکي لېست ته، نه پوهېده چې څه وکړي او دومره ډېرې روپۍ به له کومه کوي؟ د يوې موسسې ارمان يې وکړ چې که وظيفه يې په کې واى،نو اوس به يې ډالرې بادولې.خپلې ترور ته يې کينه راتله چې ولې يې اشنا سترګې داسې ناآشنا کړي.
هماغه شېبه له کوره ووت او مور ته يې وويل چې کوم شتمن ملګرى يې دى او د پور لپاره پسې ځي.باور يې دى چې نا به ورته نه وايي.مشرماما پسې هم د پيسو په غرض ځي او ګوري به که ها خوا دېخوا کوم بل څوک هم اعتباري په نظر ورغى،پور به ترې اخلي.
تر اختر دوه ورځې دمخه د برسات پلار او مور له بلا اختريزي سره خپل خېښ کره حاضر شول.نږور يې چې دومره ډېر شيان وليدل، اريانه دريانه شوه ځکه چې د خپل نامزاد بېکاري او دخسر ناروغي ورمعلومه وه او ښايي له دې نه وه خبره چې ددې دومره ډېرو شيانو يې مور ويلي وو.خواښې او خسر يې چې لاړل،نو مور ته يې کړه:((مورې دوى څومره ډېر شيان راوړي.ددې دومره کلچو او مېوو نيمايي هومره خو هم مونږ په يوه اختر کې نه دي راوړي.دا وچه او تازه مېوه،څلور جوړه جامې،د سرو دا ګوتمۍ....دا دومره ډېرې روپۍ به يې له چا پور کړې وي.)) مور يې په برند نظر وروکتل او ويې ويل: ((د ډېر لورې!مفته خو مې نه يې ورکړې.او بيا يې څه راوړي؟ اوس مې هم لا ورسره ښه وکړل چې غريب دي کنه کور به مې ورته په چرګې بار کړى و.ما ته يې پور ارزښت نه لري.)) له دې خبرې سره د څانګې سترګې نمجنې شوې ښايي ددې لپاره چې د هغوى بېوسي يې خپله ګڼله او خپل مقدريې هم پکې بې وسه وليد.
٭٭٭
د اختر په ورځ غرمه مهال د برسات ټيليفون وشرنګېد.د برسات مور ټېلېفون ته ځواب ورکړ.نږور يې وه،څانګه.تر ستړي مشي او اختر مبارکي وروسته چې څانګې د برسات پوښتنه وکړه،نو د خواښې سترګې يې ډکې شوې:
((لورې !برسات ناروغه دى نه څه خوري او نه څه څښي.))
او نور يې ځان قابو نشوکړاى او غوږۍ يې برسات ته ورکړه.برسات په خورا کمزوري غږ بلې کړ.څانګې چې د برسات غږ کله هم داسې کمزورى نه و اورېدلى،په ژړا شوه:((ولې برسات جانه ! په تا څه شوي؟ ولې؟ ،ولې؟....))او نوره سلګو ونيوه.
برسات بيا هم په ناروغ انداز وويل:((څانګې مه ژاړه!خداى به خير کړي ته دې ژوندۍ يې راته.ډېر ژر به دې که خير وي واده کړم.ډاکتر ته تللى وم ويل يې چې رواني مسله ده دومره د تشويش خبره نه ده.))
څانګې هماغسې ژړل: ((خداى دې زما مور او پلار ته ښه ورځ نه ورکوي ددې هر څه ذمه واران همدوى دي.ته ګرم نه يې !ته يې له کومه کې چې مونږ ته يې راوړې.دوى د رواجونو لمنه ټينګه کړې،وايي که تاسې اخترى کم راوړئ ،بيا خپل خپلوان پېغورونه راکوي.دې خبروته ګوري خو د خپلې لور راتلونکې ته يې پام نه وي.برساته زه پوهېږم چې مونږ له تاسې نه د يو واده هومره لګښت اخېستى خو ته چورت مه خرابوه...))ټيليفون ورته غلى ښکاره شو.چې بلې،بلې يې وکړ نو ځواب يې وانه ورېد او چې د ټيليفون ښيښې ته يې وکتل، نو اړيکه پرې شوې وه.