قضايي لمونځ بايدچيري وسي ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45502
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-10-25

فتوانمبر(۴۶۱) مفتي : سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ مستفتي :سليمه : جرمني مولوي ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : قضايي لمونځ بايدچيري وسي په مسجدکي کول ښه دي اوکه په کورکي : الجواب ومنه الصواب ـ نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :قدرمني خورې قضايي لمونځ په کورکي بايدوکړسي په مسجدکي بايدونه کړسي ؛ ځکه چي دلمونځ قضاءکول ګناه ده اوګنابايدښکاره نه کړه سي ځکه دګناښکاره کول ګناده ـ اوسبب ددې ګرځي چي خلګ دده په باره کي په غیبتومبتلاسي ـ ففي البزازيه علي هامش العالمګيري : ص۶۹،ج۴ : ولاتقضي الفوائت في المسجدوانمايقضيهافي بيته لان التاخيرمعصية فلايظهرها ـ والسلام ومن الله التوفيق ـ